تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د روسیې او اوکرایین جګړه: د 'واګنر' ډلې مرکز په نښه شوی
د اوکرایین لوهانسک ښار مشر سرهي هایدای ویلي، اوکراییني ځواکونو د هېواد ختیځ کې د روسي لاسپوڅې (واګنر) ډلې د مشرتابه پر مرکز برید کړی دی.
هایدای وايي، دغه کسان د لوهانسک په کادییوکا په یوه هوټل کې په نښه شوي.
نوموړی زیاتوي، روسیې ته یې پاموړ زیان اړولی دی.
بي بي سي لا نه ده توانېدلې چې په خپلواک ډول هوټل کې د واګنر د عناصرو د موجودیت په اړه رپوټ تایید کړي.
د لوېدیځو کارپوهانو په وینا، واګنر ډله د حکومت له ملاتړ برخمنه ده او د کرملین د ګټو مطابق فعالیت کوي.
دا ډله د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د نژدې کس او د یوه پخواني خوړنځي مالک یوګیني پریګوژین په لاس جوړه شوې ده. پر دې ډلې څو ځلې د جنګي او بشر ضد جرمونو تورونه لګول شوي.
د واګنر کنډکونو د کریمیا، سوریې، مالي او افریقا په جګړو کې برخه اخیستې ده.
هایدای دا برید روسیې ته لوی زیا اړوونکی ګوزار بللی دی او اټکل کوي چې ۵۰ سلنه ژغورل شوي جنګیالي د طبي درملنې د نشتوالي له کبله ومري.
دا برید داسې مهال شوی چې د روسیې په جنوب اودیسه کې د روسیې بې پیلوټه الوتکو بریدونه شوي.
د اوکرایین پوځ د شنبې په ورځ وویل چې لس بې پیلوټه الوتکې یې راغورځولې دي چې پنځه پکې هغه وې چې د برېښنا زېربناوې یې بمبار کړې او د یونیم میلیون وګړو برېښنا یې پرې کړې ده.
ولسمشر ولودیمیر زیلېنسکي په یوه تلوېزیوني وینا کې ویلي وو، چې د اودیسه سیمې وضعیت ډېر ترینګلی دی.
اوکرایین وايي روسیې دا بریدونه د ایراني ډرون الوتکو په مټ کړي.