تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
لوکاشینکو واګنر ځواکونو ته یوه پوځي اډه ورکړې
د اجیرې ملېشې واګنر له اړ و دوړ درې ورځې وروسته ددغې ډلې مشر یوګني پریګوژین بلاروس ته تللی او الکسندر لوکاشینکو ددغه قومندان د تبعید خبر تایید کړی دی.
د شنبې له ورځې راپدېخوا چې نوموړی د روسیې سوېل کې په یوه موټر کې سپور دی او انځورونه یې خپاره کړي، تر اوسه مشخصه نه ده چې پریګوژین به اوس چېرې وي.
ښاغلی لوکاشینکو وايي، واګنر ته یې یوه پرېښودل شوې اډه ورکړې ده.
د دواړو غاړو ترمنځ هوکړه کې د ښاغلي پریګوژین امنیت تضمین شوی او د روسیې په محکمه کې د هغه پرضد جنايي دوسیه تړل شوې ده.
مسکو د روسیې پوځ اډو ته د واګنر د درنو وسلو د لېږد لپاره چمتووالی نیسي او واګنر ځواکونو ته ویل شوي چې یا دې بلاروس ته ولاړ شي او یا دې د روسیې له پوځ سره یوځای شي.
پولنډ، لیتوانیا او لاتویا خبرداری ورکړی چې بلاروس ته د واګنر داخلېدل ددغه هېواد ګاونډیانو ته سرخوږی جوړولی شي.
د لیتوانیا د ولسمشر سلاکار ویلي، ددې ډلې غړي خطرناک دي او د بلاروس د ګاونډیو هېوادونو پرضد عملیاتو کې رغنده رول لوبولی شي.
لوکاشینکو ویلي، د واګنر غړي له بلاروس سره مرسته کولی او خپلې تجربې له دوی سره شریکولی شي.
په ورته وخت کې کرملېن میدان کې راغونډو شویو روسي پوځیانو ته ولادیمیر پوتین ویلي: "د خپل هېواد په دفاع سره یې د یوې کورنۍ جګړې مخه ونیوله".
د ښاغلي پوتین ویلي روسیې په تېر یوه کال کې د واګنر غړو ته ۱۲ میلیارده ډالر د مزدورۍ او انعام له درکه ورکړي او یو میلیارد ډالر نور یې مستقیما د ښاغلي پریګوژین د خوراکي توکو د تدارکاتو اړوند شرکت ته ورکړي چې د هغه د پوځ د خوړو مسؤلیت یې درلود.
روسي ولسمشر ګومان کړی چې روسي پیلوټانو له اورپکو سره جګړه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د نا تایید شویو رپوټونو له مخې، اورپکو د روسیې شپږ چورلکې او یوه ایلوشین ۲۲- اېم راغورځولې دي.
یوګني پریګوژین د روسیې پوځ پر واګنر ځواکونو په توغندیو توغولو او د ۳۰ تنو په وژلو تورن کړی، خو په دې اړه شواهد لا نه شته.
ښاغلي پریګوژین د دوشنبې په ورځ د روسیې خاورې ته د ده د پوځیانو د ننوتلو په درشل او د اوکرایین له پولې ۷۸۰ کیلومتره مزل وهلو وروسته وویل، د روسیې خاوره کې یې هېڅ یو سرتېر نه دی وژل شوی.
ده ویلي وو چې "له بده مرغه اړ شوو چې پر الوتکو برید وکړو ځکه چې پر موږ یې بمونه راغورځول".