پوتین وايي، واګنر ملېشې ته ټول مالي امکانات د روسیې دولت برابرول

    • Author, ساره رائنسفورډ د ختیځې اروپا لپاره خبریاله او کاترین ارمسټرونګ
    • دنده, بي بي سي، وارسا- لندن

د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین وايي، واګنر نومې ملېشه په بشپړه توګه د روسیې دولت له لوري اکمالېده.

د ښاغلي پوتین په وینا واګنر ډلې ته د ۲۰۲۲ کال له مې میاشتې بیا د ۲۰۲۳ کال تر همدې میاشتې پورې ۸۶ اعشاریه ۲۶ میلیارده روبل چې د یو میلیارد امریکايي ډالرو برابر کېږي، پیسې ورکړل شوې. د نوموړي په وینا دا پیسې واګنر ته یوازې د معاشونو، امتیازاتو په بڼه ورکړل شوې دي، چې ټولې یې د روسیې دفاع وزارت او دولتي بودیجې ورته چمتو کړې وې.

ښاغلي پوتین زیاته کړه: ''موږ تل د دې ډلې سرتېري او قوماندانانو درناوی کړی، ځکه دوی رښتیا زړورتیا او اتلولي ښوولې.''

نوموړي وویل، چارواکي به وګوري چې واګنر ډلې ته څنګه پیسې ورکړل شوې او د دې ډلې مشر دا پیسې څنګه لګولې دي. بل لور د روسیې دفاع وزارت وايي، له واګنر ډلې د روسیې پوځ ته د درنو وسلو او تجهیزاتو سپارلو چارې ته چمتوالی کېږي.

د یادونې ده چې د واګنر مشر یوګیني پریګوژین د سې شنبې پر ورځ د یوې هوکړې له مخې بېلاروس ته ورسېد. د بېلاروس مشر الکساندر لوکاشینکو خپل هېواد ته د پريګوژین رسېدل تائید کړي دي.

له دې مخکې د پرېګوژین اړوند یوه شخصي الوتکه ولیدل شوه، چې د بېلاروس پلازمېنې مینڅک ته ورسېده.

د تېرې شنبې پر ورځ د پريګوژین په مشرۍ ملېشه ځواک واګنر د روسیې روستوف-ان-ډان ښارګوټي ولکه ترلاسه کړه، د پلازمېنې مسکو پر لور یې یون کاوه، او د لارې په اوږدو کې یې پر روسي هیلکوپترو بریدونه وکړل.

وروسته پریګوژین د بېلاروس مشر الکساندر لوکاشینکا په منځګړیتوب د یوې رامنځته شوې هوکړې له مخې له بغاوته لاس پر سر شو. روسي چارواکي وايي، واګنر ډلې به وسله واخلي، خو د لنډ مهاله بغاوت له کبله به یې نه محاکمه کوي.

د روسیې فدرالي امنیتي اداره ایف اېس بي مسوولین وايي، د واګنر ملېشې غړي به د وسله وال بغاوت هڅې له کبله محاکمه شوي وای، خو په وینا یې دا چې د یوه جرم له ترسره کولو لږ مخکې یې له بغاوته لاس واخیست، د دوی خلاف قضیه هم لغو شوه.

له دې مخکې د روسیې ولسمشر د دوشنبې پر ورځ ویلي، واګنر غړي کولای شي، د روسیې له وسله وال پوځ سره یو ځای شي، کورونو ته ستانه شي او یا هم بېلاروس ته لاړ شي.

نوموړي د دې اجیرې ملېشې غړي ''هېواد دوست'' وبلل، خو په وینا یې د یوې مجرمانه ماجرا پر لور بې لارۍ ته هڅول شوي وو. بل لور د بېلاروس مشر وايي، تر اوسه یې د واګنر غړو لپاره کوم ځانګړی کمپ نه دی چمتو کړی، خو په خبره یې که دوی وغواړي د مېشت کېدو چارې به یې سمبال شي.