هند کې د مسلمانانو حقونو په اړه د اوباما څرګندونو ولې ناندرۍ راوپارولې؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند د واکمن بهارتیا جناتا ګوند (بي جې پي) مشرانو د امریکا پر پخواني ولسمشر بارک اوباما د هند د مسلمانانو په اړه د هغه د وروستیو څرګندونو له امله نیوکې کړې دي.
ښاغلي اوباما تېره اوونۍ په یوه مرکه کې ویلي و، که د لږکیو حقونه خوندي نه شي، هند ښايي "په جلا کېدو پیل وکړي".
هغه دغه څرګندونې د دې پوښتنې په ځواب کې کړې وې، چې ولسمشر جو بایډن باید څنګه د "غیر لیبرال ډیموکراتانو" سره ښکېل شي.
د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي هغه مهال امریکا ته په یوه دولتي سفر تللی و.
دغه درې ورځنی سفر ښاغلي مودي ته په سپینې ماڼۍ کې د رسمي ښه راغلاست، تودې دولتي مېلمستيا او د څو مهمو تړونونو په لاسلیکولو سره تر سره شو او نوموړي د امریکا د کانګرس ګډې غونډې ته وینا هم وکړه.
د ښاغلي اوباما څرګندونې، د سي اېن اېن له خبریالې کریسټین امانپور سره په یوې مرکې کې وې چې په هند کې یې په پراخه کچه غبرګونونه وپارول.
اغلې امانپور پرته له دې چې د ښاغلي مودي سفر ته کومه اشاره وکړي د تش په نامه "غیر لیبرال ډیموکراتانو" لخوا "ډیموکراسۍ ته د پېښ ګواښ" یادونه کړې وه.
هغې پوښتلي و "څنګه یو ولسمشر باید له دې ډول مشرانو سره معامله وکړي؟"
ښاغلي اوباما یې په ځواب کې وویل دا موضوع "پېچلې" ده. هغه مخکې له دې چې له متحدینو سره د معاملو په اړه خپلې تجربو ته اشاره وکړي، وویل ښايي دا "نمونه ډیموکراتیک حکومتونه" نه وي، خو د ځینو دلایلو له مخې باید اړیکې ورسره وساتل شي.
هغه زیاته کړې دا د امریکا ولسمشر لپاره "مناسب" و ، خو کله یې چې امکان و، په عامه یا خصوصي ډول باید "هغه لېوالتیاوې وننګول شي."

د عکس سرچینه، Getty Images
"که ولسمشر له لومړي وزیر مودي سره ګوري، نو په اکثریت هندو مېشته هېواد کې د مسلمان لږکیو ساتنه یو څه د پام وړ ده. که ما د لومړي وزیر مودي سره خبرې کړې وای، چې زه یې ښه پېژنم، زما د دلیل یوه برخه به دا وه، که تاسو په هند کې د توکمیزو لږکیو د حقونو ساتنه ونه کړئ، نو د دې قوي احتمال شته چې هند په یو وخت کې جلا شي"هغه زیاته کړې چې، دا به د هند د ګټو خلاف وي.
کله چې ښاغلی اوباما په واک کې و، نو له لومړي وزیر مودي سره یې تودې اړیکې پاللې.
د هند د مالیې وزیرې نرمیلا سیتارامن د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، د ښاغلي اوباما څرګندونو "حیرانه" کړې.
هغې ویلي "کله چې ښاغلي مودي په امریکا کې کمپاین کاوه، د کمپاین کولو څخه زما مطلب چې د هند په اړه یې خبرې کولې، د متحده ایالتونو یو پخواني ولسمشر د هندي مسلمانانو په اړه غږېده."
هغې زیاته کړه چې هند له امریکا سره ښې اړیکې غواړي، خو "موږ په هند کې د مذهبي زغم په اړه هم څرګندونې کوو".
اغلې سیتارامن زیاته کړې، د اوباما د واکمنۍ پر مهال، امریکا د سوریې او یمن په ګډون د مسلمانانو پر ګڼ مېشتو هېوادونه بمبارۍ کړې دي.
ښاغلي اوباما او امریکا په ښکاره د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.
اغلې سیتارامن وروسته تر هغه دا څرګندونې کړې چې د بي جې پي ګوند یو مشر وزیر د یوه ټویټ له لارې د اوباما خبرو ته غبرګون وښود.
د اسام اعلی وزیر همانتا بسوا سرما پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي وو "په هند کې ډېر حسین اوباما" شته، چې باید پام ورته وشي.

د عکس سرچینه، Getty Images
هغه دا خبره د یوه خبریال د طنزیه ټویټ په ځواب کې کړې چې پوښتنه یې کړې وه، ایا د هند په اړه د ښاغلي اوباما څرګندونو پر وړاندې "احساساتو ته د زیان رسولو" لپاره کومه قضیه ثبت شوې ده.
د ښاغلي اوباما بشپړ نوم بارک حسین اوباما دویم دی.
ځینو مخالفو سیاستوالو ښاغلی سرما، د هند مسلمانو وګړو ته د "پټ ګواښ" په ورکولو تورن کړی.
سیاستپوه اشوتوش ورشني واشنګټن پوسټ ته ویلي، د ښاغلي سرما ټویټ چې د ښاغلي اوباما د منځني نوم یادونه پکې شوې، مسلمانان په نښه کوي، حال دا چې پخوانی ولسمشر اوباما پر اسلام عمل نه کوي.










