تهران ته د سعودي د بهرنیو چارو وزیر سفر؛ د ایران له ولسمشر سره یې کتلي

د عکس سرچینه، Irna
د سعودي عرب بهرنیو چارو وزیر فیصل بنفرحان د تهران د سفر پر مهال د کوربه ایران له ولسمشر ابراهیم رییسي او بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان سره کتلي دي.
د دغو هېوادونو ترمنځ دېپلوماتیکې اړیکې له ۷ کلونو راهیسې پرې دي او دا په دې موده کې ایران ته د سعودي د یوه جګپوړي چارواکي لومړنی سفر دی.
فیصل بنفرحان د شنبې پر ورځ له خپل ایران همپوړي امیر عبداللهیان سره یوه خبري غونډه کې برخه واخیسته.
هغه وویل تهران ته د دې لپاره تللی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د رغېدو هوکړه بشپړه شي.
نوموړي زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پر "متقابل درناوي، د یو بل چارو کې نه لاسوهنې او د ملګرو ملتونو منشور ته پر ژمنتیا ولاړې دي."

د عکس سرچینه، IRNA
د سعودي د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي چې "د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو بېرته عادي حالت ته ستنېدل یوه اساسي موضوع ده، ځکه تهران او ریاض دواړه په سیمه کې مهم هېوادونه ګڼل کېږي."
ښاغلي فرحان هیله څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ به د "سیمې د امنیت او د اقتصادي او کلتوري همکاریو د پراختیا او نورو برخو کې مرسته وکړي."
د ایران د خبري سرچینو د خبر له مخې ښاغلی فرحان به د دغه سفر په ترڅ کې په تهران کې د ریاض سفارت په رسمي توګه پرانیزي.
له هوکړې وروسته، ایران د جون په نیمایي کې اعلان وکړ چې په ریاض کې خپل سفارت او په جده کې د اسلامي همکاریو په سازمان کې د خپل استازي دفتر پرانیستی دی.
سعودي په ۲۰۱۶ کال کې ايران سره وروسته له هغه اړيکې پرې کړې چې سعودي کې د يوه وتلي شيعه ديني عالم له اعدام وروسته احتجاج کوونکو په تهران کې د سعودي پر سفارت بريد وکړ.
خو دواړو پخوانيو سيالانو د روان کال د مارچ مياشت کې د چين په منځګړيتوب د ډيپلوماتيکو اړيکو په ټينګولو هوکړه وکړه.

د عکس سرچینه، NOUR NEWS
وړاندې سعودي پر ايران تور لګاوه چې په يمن کې د حوثي ياغياو ملاتړ کوي خو ایران بیا هغه تورونه رد کړي چې وايي، حوثي یاغیانو ته يې وسلې ورکړې.
حوثي یاغیان نه یوازې د یمن حکومت پر ضد جګړه کوي، بلکې د سعودي عرب د تېلو پر تاسیساتو یې هم ډرون او توغندیز بریدونه کړي دي.
سعودي عرب پر ایران دا تورونه هم پورې کړي، چې په عراق او لبنان کې د شیعه ملېشو ملاتړ کوي، چې په دې دواړو هېوادونو کې پراخ نفوذ لري.
پر دغو ملېشو تور دي، چې په خلیج کې د نفتو پر لږېدونکو بېړیو یې بریدونه کړي او دغه راز یې په ۲۰۱۹ کال کې د سعودي عرب تېلو پر تاسیساتو توغندیز، ډرون بریدونه کړي.








