پاکستان ته د روسیې د خامو تېلو لومړنۍ جوپه رسېدلې ده

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف وايي، د اسلام اباد او مسکو ترمنځ د نوې هوکړې له مخې د روسیې ارزان قېمته خام تېل کراچۍ ته رسېدلي دي.

رویټرز خبري اژانس لومړی په تېره اپرېل میاشت کې ددې معاملې خبر ورکړی و. له اقتصادي پلوه د ځپل شوي پاکستان لپاره د روسیې د خامو تېلو معامله له ګټې ډکه بلل شوې ده.

شهباز شریف د خامو تېلو دا جوپه د روسیې او پاکستان ترمنځ د نویو اړیکو ‌پیلامه بللې ده.

د پاکستان لومړي وزیر پر خپل ټوېټر لیکلي: "خوشحاله یم چې اعلانوم د روسیې د خامو تېلو لومړنۍ جوپه په تخفیف کراچۍ ته وارده شوې ده".

په داسې حال کې چې پر اوکرایین د روسیې د یرغل له کبله پر مسکو د لوېدیځ له لوري بندیزونه لګول شوي، پاکستان ته د روسیې د خامو تېلو واردېدل یو نوی بازار ګڼل کېږي.

د پاکستان د لګښت یوه لویه برخه د وارداتي سونتوکو له اړخه ده.‌

ویل شوي چې له لومړنۍ جوپې وروسته به پاکستان ته په ورځ د روسیې د خامو تېلو د وارداتو کچه ۱۰۰ بیرلو ته ورسېږي.

پاکستان او روسیه که یو وخت خپلو کې دوه بد سیالان و اوس د خپلمنځي ډيپلوماټیکو او اقتصادي اړیکو د نږدې کولو پلاني هڅه کوي.

په دغه کار سره نه یواځې د سیمې دودیز سیاسي او دفاعي چوکاټ بدلېږي، بلکې د مسکو د ګاز کمپنیو ته نوی بازار موندل کېږي.

دا حالت د ۱۹۸۰ کلونو اپوټه دی چې د افغان- شوروي جګړې پر مهال امریکا خپلې وسلې د پاکستان له لارې افغان مجاهدینو ته ور کولې او هغوی روسي پوځیان پرې وژل.

د امریکا او پاکستان د اړیکو په خرابېدلو پسې که د مسکو او اسلام اباد د اړیکو زیاتولو هڅې په لومړي پړاو کې دي، چین د دې تشې د ډکولو هڅه کوي.

په ۲۰۱۸ کال کې، روس او پاکستان د انرژۍ پر داسې پروژو خبرې وکړې، چې د پاکستاني چارواکو په خبره، ټول لګښت یې له لس میلیارد ډالرو ډېر دی.