د پاکستان ټاکنو کمېسیون د پنجاب ایالت لپاره د ټاکنو مهال وېش اعلان کړ

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان د ټاکنو کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ ټاکل شوې چې د راتلونکې مې میاشتې پر ۱۴ نېټه په پنجاب ایالت کې ټاکنې وشي.
د کمېسیون دغه اعلان د دې هېواد د سترې محکمې د پرېکړې له مخې شوی دی. د پاکستان سترې محکمې پنجاب او خیبرپښتونخوا کې د ټاکنو ځنډولو پرېکړه غیر قانوني بللې وه.
د قاضي القضات عمر عطا بندیال په مشرۍ د قاضیانو درې کسیز بورډ حکم کړی و چې پنجاب کې دې ټاکنې د اکتوبر د اتمې پر ځای د را روانې 'می' میاشتې پر ۱۴مه وشي.
د مهال وېش له مخې د نوماندانو خلاف اپیل د روانې اپرېل میاشتې تر لسمې نیټې پورې کېدای شي، داسې حال کې چې نوماندان له خپلې نوماندۍ د اپرېل تر ۱۹ نیټې تېرېدلی شي.
دارنګه نوماندانو ته ټاکنیز نښې د همدې میاشتې په شلمه نېټه ورکول کېږي.
خو د خیبرپښتونخوا د ایالتي ټاکنو درک لاهم مالوم نه دی.

د عکس سرچینه، ECP
د مسلم لیګ ن ګوند یوې چارواکې مریم نواز بیا دغه اعلان ته په غبرګون کې ویلي، دا پرېکړه د سترې محکمې ډېر قاضیان نه مني خو له ملت څخه غوښتل کېږي چې باید دا پرېکړه ومني.
د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند د ټاکنو کمېسیون د دې پرېکړې په اړه څه نه دي ويلي خو دغه ګوند وایي چې د مشرتابه په کچه یې غونډه کړې ده.
تحریک انصاف په ټول هېواد کې د عمومي ټاکنو غوښتنه کوي.
د دې ګوند وروستۍ غونډه کې پرېکړه شوې چې له کوچني اختر وروسته به د عمومي ټاکنو ترسره کولو غوښتنې لپاره خپل اعتراضونه پیل کړي.








