ایران او عراق امنیتي هوکړه لاسلیک کړه

د عکس سرچینه، Getty Images
ایران او عراق په ګډو پولو د امنیت راوستو په موخه یوه امنیتي هوکړه لاسلیک کړې ده.
د عراق د لومړي وزیر دفتر او د ایران د ملي امنیت عالي شورا نن یکشنبې (۱۹/۰۳/۲۰۲۳) په یوه ګډه خبرپاڼه کې ويلي،عراق او ایران د "سرحدي امنیت" لپاره یو تړون لاسلیک کړی دی.
د یادونې ده چې د ایران د ملي امنیت د شورا منشي علي شمخاني خپل سیمه ایز سفر په لړ کې عراق ته تللی دی.
د ایران او عراق په خبرپاڼه کې راغلي چې امنیتي تړون کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو پولو امنیت ساتلو په برخه کې همغږي شته دی.
خو تر اوسه د ایران او عراق ترمنځ د یاد تړون نور معلومات نه دي خپاره شوي.
د ایران دولتي رسنۍ وايي، "د ګډو امنیتي همکاریو سند چې څو میاشتې پرې بحث وشو، د دواړو هېوادونو لوړپوړو امنیتي چارواکو لاسلیک کړی."
د راپورونو له مخې، ښاغلی شمخاني د ایران د مرکزي بانک مشر، د بهرنیو چارو وزارت اقتصادي مرستیال او د فارس خلیج هېوادونو لپاره د بهرنیو چارو مرستیال وزیر په ګډون د یوه پلاوي په مشرۍ عراق ته تللی دی.
ښاغلي شمخاني تېره اوونۍ متحده عربي اماراتو ته هم سفر کړی و.
تر هغه مخکې یې د چین په منځګړتوب له سعودي عربستان سره د اړیکو د عادي کولو هوکړه هم وکړه.
ایران په تېرو څو کلونو کې په کراتو د عراق په کردستان سیمه هوايي بریدونو کړي دي.
د عراق حکومت او د کردستان سیمې وګړو دا بریدونه غندلي دي.
د ایران حکومت ادعا کوي چې د کردانو ګوندونه چې د ایران اسلامي جمهوریت او اسرائیلو مخالف دي د ایران او سیمې ترمنځ له پولې په ګټې اخیستو سره ایران کې دننه بریدونه کوي او په هېواد کې لاریونونه پاروي.








