تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د جرمونو نړيوالې محکمې د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين د نيولو امر کړی
د جرمونو نړيوالې محکمې (ای سي سي) پرېکړه کړې چې د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين د جنګي جرمونو په تور محاکمه کړي.
د جرمونو نړيوالې محکمې له اوکرايينه روسیې ته د ماشومانو د غيرقانوني او جبري لېږد په تړاو د جنګي جرمونو د ترسره کولو په تور د ښاغلي پوتين د نیولو امر صادر کړی دی.
د يادې محکمې څارنوالۍ ويلي چې د شته شواهدو پر بنسټ د جرمونو څېړنه د تېر کال د فبرورۍ پر ۲۲ پر اوکرايين د روسيې له بريد وروسته پيل شوې ده.
د تورونو له مخې ويل کېږي داسې شواهد شته چې ولادمير پوتين په مستقیم او يا د نور په ملګرتيا په دې جرم کې لاس درلود.
د ښاغلي پوتين سربېره د ماشومانو د حقونو لپاره د روسیې پر کمېشنرې ماريا لووا بيلوا هم ورته تورونه لګېدلې دي.
روسيه د جرمونو نړيوالې محکمې غړې نه ده.
د روسیې د بهرنېو چارو وزارت دا پرېکړه رد کړې او ویلي یې دي، دا ورته هېڅ معنی نلري، د اوکرایین حکومت بیا د ای سي سي د پرېکړې هرکلی کړی دی.
د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د دې حکم په غبرګون کې له خبریالانو سره په ټیلیفوني خبرو کې ويلي، د جرمونو په نړیواله محکمه کې د دې مسلې د مطرح کولو نظر د منلو وړ نه دی.
نوموړي ويلي "روسیه او یو شمېر نور هېوادونه د دې محکمې واک نه مني او له همدې امله د روسیې لپاره دا ډول پرېکړه په قانوني توګه هېڅ ارزښت نه لري او باطله ده."
دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې ويل کېږي د چين ولسمشر شي جينپېنګ به له روسیي سيال سره په مسکو کې وګوري.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ښاغلی شي به راتلونکې دوشنبه د مارچ له ۲۰مې تر ۲۲مې د پوتین په بلنه روسیې ته ولاړ شي او تمه ده چې د دغه سفر په ترڅ کې د دواړو خواوو ترمنځ یو شمېر مهم دوه اړخیز سندونه هم لاسلیک شي.
د دغه وزارت ویاند پر خپل ټویټر په یوه پیغام کې ویلي چې دغه سفر د دوستۍ او سولې لپاره دی، هغه زیاته کړې چې چین او روسیه به په نړیوالو اړیکو کې ډیموکراسۍ ته وده ورکړي.
هغه زیاته کړه چې چین به د اوکرایین د جګړې په اړه د "هر مثبت او عادلانه دریځ"ملاتړ وکړي او "د سولې خبرو اترو د پرمختګ لپاره به رغنده رول ولوبوي.