د ترکیې په استانبول کې ښځو پر مظاهرو له بندیز سره سره لاریون کړی

ترکیه کې زرګونو ښځو د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت پر مظاهرو له بندیز سره سره د دې هېواد په استانبول ښار کې لاریون کړی چې دوی د 'فېمنسټ شپني مارش ' نوم ورکړی.

پولیس تر یوه څه وخت پورې دې ښځو ته د لاریون کولو اجازه ورکړه، خو وروسته یې تقسیم میدان ته د دوی د تلو مخنیوی وکړ او د خپرولو لپاره یې اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه.

پولیسو د لاریون یو شمېر ګډونوال نیولي هم دي. د خلکو جمهوري اپوزیسیون ګوند په دې مناسبت یو رپوټ هم خپور کړی چې وايي، له هغه راهیسې چې ۲۰۲۱ کال کې ولسمشر رجب طیب اردوغان خپل هېواد له استانبول کنوانسیونه ایستلی، په ترکیه کې نژدې ۶۰۰ ښځې د نارینه وو له لاسه وژل شوې دي.

د دې هوکړې هدف د کورني تاوتریخوالي پر ضد مبارزه کول دي.

All images are subject to copyright.