ترکیه کې زرګونو ښځو 'پر کم عمره نجونو د تېري قانون' پر نوې اصلاحيې اعتراض وکړ

ترکیې کې زرګونو قهرېدلو ښځو له کم عمره نجونو سره د جنسي اړیکې اصلاحیه قانون پرضد اعتراض وکړ. دغه نوې اصلاحیه هغو سړیو سره د تېري کوونکي په څېر چلند نه کوي چې له کم عمره نجونو سره جنسي رابطه ټینګوي او بیا ورسره واده کوي.

د شنبې په ورځ (نومبر ۱۹مه) د ترکیې په استانبول او څو نورو ښارونو کې ښځې لارو کوڅو ته راووتې او له ځانونو سره یې دا شعارونه لېږدول چې "موږ چوپ نه پاتې کېږو".

دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې دولت ددې لایحې په ملاتړ ویلي چې هدف یې له کم عمره نجونو سره د واده له سنتي دود سره مقابله ده، خو منتقدین وایي؛ دا ډول قانون پر ماشومانو د تېري جواز ورکوي.

لاریون کوونکو نن چغې وهلې چې "موږ چوپ نه پاتې کېږو. موږ اطاعت نه کوو. دا لایحه سملاسي لغوه کړئ."

نن په استانبول کې ترټولو ډېر کسان راټول شول چې شمېر یې نژدې ۳۰۰۰ کسانو ته رسېده، خو په ورته وخت کې په ازمیر او ترابوزان ښارونو کې هم د ورته راټولېدنو راپورونه ورکړل شوي دی.

نوې لایحه د هغو سړیو ازادۍ ته لاره خلاصوي چې ثابته شي "له زور او وېرې یا په هرډول چې وي د مقابل لوري د رضایت محدودلو پرته" له قانوني عمر ښکته نجلۍ سره یې جنسي اړیکه لرلې وي او وروسته یې سره واده کړی وي.

اعتراض کوونکو همداراز په خپلو شعارونو کې لیکلي و: "جنسي تېری قانون نشي کېدای" او دا شعر چې "اې کې پي لاس دې زما له بدنه وباسه." اشاره یې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ د عدالت او پراختیا حاکم ګوند ته ده چې دا لایحه یې وړاندې کړې ده.

د راپوورنو له مخې، ورته وخت کې د ترکیې لومړي وزیر بن علي یلدیریم د عدالت او پراختیا ګوند استازو ته ویلي چې ددې لایحې له مخالفینو سره خبرې وکړي.

دا لایحه د پنجشنبې په ورځ په لومړي پړاو کې تصویب شوه خو د نهایي تصویب لپاره باید د سه شنبې په ورځ د ترکیې په پارلمان کې بحث ته وړاندې شي.

بلخوا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) ددغې لایحې د احتمالي تصویب په اړه "ژوره اندېښنه ښوولې" ده.

د یونیسف ویاند دغې لایحې ته په غبرګون کې ویلي؛ د ماشومانو پروړاندې هرډول تاوتریخوالی جرم ګڼل کېږي او باید ورسره قانوني چلند وشي.

د تېر کال په اوړي کې هم د ترکیې د اساسي قانون محکمې په یوه جنجالي ګام په اوچتولو تر ۱۵ کلو کم عمره ماشومانوسره د جنسي اړیکې د تعریف او طبقه بندۍ یوه برخه بدله کړې وه.