اوکرایین د روسیې پر ګاز لېږدونکې نل لیکه برید کې ښکېلتیا رد کړه

    • Author, مالو کورسینو
    • دنده, بي بي سي

اوکرایین پر هغه نل لیکه برید کې هر ډول ښکېلتیا رد کړې، چې د روسیې ګاز اروپا ته لېږدوي. دا برید تېره سپتمبر میاشت کې شوی و.

د اوکراییني چارواکو دا څرګندونې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې چارشنبې ورځې له هغه رپوټ وروسته مخې ته راځي چې پکې د نامعلومو امریکايي استخباراتي سرچینو له قوله ویل شوي چې د اوکرایین یوې پلوې ډلې هغه برید کړی و.

دا رپوټ زیاتوي داسې کوم ثبوت نه دی موندل شوی چې وښيي د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلینسکي یا ده ته نژدې کسان په دې برید کې ښکېل دي.

د اوکرایین ولسمشر یو لوړپوړی سلاکار میخایلو پودیلیاک به په دې هکله وايي، اوکرایین حکومت د سبوتاژ په دې پېښه کې ''قطعاً ښکېل نه و '' د نیویارک ټایمز رپوټ ته غبرګون کې نوموړي زیاته کړه، کیېف نه و خبر چې څه پېښ شوي وو.

بل لور همدې رپوټ ته په غبرګون کې د ملګرو ملتونو لپاره د روسیې استازي مرستیال دیمتري پولیانسکې وايي: له همدې کبله د ملګرو ملتونو عمومي منشي تر څارنه لاندې د (پېښې په تړاو) د نړیوالې پلټنې پیلولو په هکله زموږ خبره پر وخت وه.

په یوه بل جلا رپوټ کې جرمني رسنیو ویلي پلټونکي په دې باور دي چې هغه کوچنۍ کښتۍ یې پېژندلې چې د پایپ الوځولو لپاره یې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو.

د یادونې ده، چې له هغې چاودنې مخکې د دې نل لیکې له لارې د ګازو لېږد ځنډول شوی و. روسیې د پروسږ کال په اګست میاشت کې د نورد (یو) له لارې د ګازو لېږد بند کړ او دلیل یې دا و چې نل لیکه ترمیم ته اړتیا لري.

د نورد (دویم) په نامه نل لیکه بیا له سره نه ده فعاله شوې.

د طبیعي ګازو لېږدونکې نل لیکې په اوږدو کې د تېر سپتمبر ۲۶ مې چاودنې اصلي لامل تر اوسه معلوم نه دی، خو ډېر په دې باور دي چې دا یو برید و.

مسکو په دې لړ کې لوېدیځوال تورن کړي وو او د ملګرو ملتونو له امنیت شورا یې غوښتي وو، چې ازادانه پلټنې وکړي.

ناټو او لوېدیځوالو متحدینو مخامخ د روسیې له تورونولو ډډه کړې، خو اروپايي ټولنې مخکې ویلي و، چې روسیه د لوېدیځوالو پر ضد له خپلو ګاز نل لیکو د وسلې په توګه کار اخلي.