تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
روسیه د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته غځېدلې مهمه ګاز نل لیکه نه پرانیزي
د روسیې ګاز دولتي شرکت ګازپروم وايي، هغسې چې پلان و، د شنبې پر ورځ له روسیې جرمني ته د ګازو لېږدونکې نل لیکه نه پرانیستل کېږي.
ګاز پروم مسوولین وايي، د نورد سټریم ۱ نل لیکې یوه ټرباین کې یې د تېلو بهیدو یو سوری موندلی چې مانا یې تر نامعلومه وخته پورې د دې نل لیکې بند پاتې کېدل دي.
دا نل لیکه له تېرو دریو ورځو راهیسې تړلې ده او ګازپروم یې لامل د ترمیم چارې بولي.
دا تازه خبر داسې مهال ورکول کېږي، چې د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې داسې اندېښنه په ډېرېدو ده، چې ښايي سږ ژمی به د کورونو تود ساتلو بیې له وسه بهر شي.
له کله چې روسيې پر اوکرایین یرغل کړی، د سون توکو بیې زیاتې شوې دي او د انرژۍ توکو په لېږد کې خنډ او ځنډ په بیو کې د لا زیاتوالي لامل کېدای شي.
اروپايي ټولنه هڅې کوي، د سون توکو ترلاسه کولو لپاره پر روسیې تکیه کمه کړي، چې د جګړې لګښتونو پوره کولو لپاره د مسکو سرچینې ختمې شي، خو داسې نه ښکاري چې دا هڅې به ژر پایله ولري.
مسکو بیا د لوېدیځوالو هغو بندیزونو په ځواب کې چې پر اوکرایین له یرغل وروسته پرې لګول شوي، د وسلې په توګه د انرژۍ توکو په عرضه کې خنډونه رامنځته کول نه مني.
روسي چارواکي د نورد سټریم ون نل لیکې د ترمیم چارې د دې خنډ او ځنډ لامل بولي، خو اروپايي ټولنه وايي، دا هر څه له مخکې پلان شوي دي. بل لور په جرمني کې د انرژۍ کاروولو همغږۍ ادارې بوندیزنیتزاګینتر ویلي، جرمني اوس د روسیې له لوري د ګاز بندیدو له وضعیت سره ځان عیار کړی، خو له خلکو او شرکتونو یې غوښتي چې د ګازو په کارولو کې له احتیاطه کار واخلي.
د ګاز پروم وروستی اعلان داسې حال کې کېږي چې جي سېون هېوادونو توافق کړی چې د روسیې نفتو بیې باید په یوه ټاکلي حد کې دننه پاتې شي.
جې سېون مسوولین دا اقدام د اوکرایین ملاتړ په پار یو ګام بولي. د ګاز نل لیکه د روسیې له سنټ پېټرزبرګه د جرمني تر شمال ختیځ پورې غځېدلې ده او په یوه ورځ کې تر ۱۷۰ میلیون کیوبک مترو پورې ګاز لېږدولای شي.
له بریتانیا، امریکا، کاناډا، جرمني، ایټالیا او جاپانه جوړه شوې جي - ۷ ټولنه دا پرېکړه د دې لپاره کوي، چې غړي هېوادونه به یوازې د سمندر له لارې د روسې صادر شوي تیل د ټاکل شوې او یا له دې هم په ټیټې بیې اخلي.
خو روسیه بیا وايي، دا هېواد به هغو هېوادونو ته تیل نه صادروي چې د بیې حد یې ورته ټاکي.