تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ترکیې او سوریې زلزله کې د وژل شویو کسانو شمېر نږدې ۲۰ زرو ته رسېږي
ترکیې او د سوریې شمال کې د تېرې دوشنبې ورځې ځواکمنه زلزله کې د وژل شویو کسانو تایید شوی شمېر اوس لږ تر لږه ۱۹۵۰۰ کسانو ته رسېږي، خو دا شمېر شېبه په شيېبه د بدلېدو په حال کې دی.
له دې سره ترکیه کې د رجب طیب اردوغان د حکومت نیوکګر ادعا کوي چې د ژغورنې او بېړنیو مرستو عملیات ټکني وو او ګواکې حکومت داسې وضعیت ته چمتووالی نه درلود.
پخپله ښاغلي اردوغان هم منلې چې حکومت یې ځینو ستونزو سره مخ شوی خو وايي وضعیت اوس "تر کنټرول لاندې" دی.
نوموړي ویلي د دومره لویې کچې ناورین ته چمتووالی ممکن نه دی او په دې توګه یې ترکیه کې دوو سترو زلزلو ته په رسېدو او غبرګون کې د خپل حکومت دفاع کړې ده.
خو اپوزیسیون کې د ستر ګوند مشر 'کامل کلیچدار اوغلو' بیا دغه دلیل سره موافق نه دی.
هغه ویلي "که [د دغو ستونزو له کبله] څوک مسوول وي، نو اردوغان دی."
ولسمشر اردوغان بیا چارشنبه د ترکیې په سویل هاتای کې رسنیو سره د خبرو پر مهال دغه تور رد کړ.
نوموړي وویل دغه ناورین ته په کتو اوس د یووالي اړتیا ده.
ښاغلي اردوغان وویل "په داسې یوه وضعیت کې واقعآ سیاسي ګټې لپاره د چا د منفي کمپاین د اورېدو طاقت نه لرم."
ګاونډۍ سوریه کې هم چې د څو کلونو کورنۍ جګړې یې زېربناوې ویجاړې کړې، د مرستو او ژغورنې هڅې ټکنۍ دي.
د دغو هېوادونو ترمنځ 'باب الهوا' بندري لار د دې لپاره تړلې چې زلزلې سړکونو ته سخت زیان اړولی دی.
د ملګرو ملتونو یوه جګپوړي چارواکي ویلي دا لاره به ژر پرانیستل شي.
د ترکیې بهرنیو چارو وزیر مولوت چاووش اوغلو هم دا خبر تایید کړی.
هغه ویلي هېواد یې پر دې کار کوي چې سوریې ته د مرستو رسېدو لپاره دوه نورې سرحدي دروازې هم خلاصې کړي.
نوموړ وايي "[سوریې ته] د ترکیې او نړیوالې ټولنې د مرستو رسېدو پر وړاندې ځینې ستونزې شته. په همدې دلیل هڅې روانې دي، چې دوه نورې سرحدي دروازې پرانیستل شي."
د سوریې حکومت زلزله ځپلو ته رسېدو لپاره مرسته غوښتې.
اروپايي ټولنې که څه هم تایید کړې چې دغه ته د ۳ نیم میلیون یورو په ارزښت مرسته استوي، خو شرط یې دا ورته ایښی چې دا مرسته به دواړو د سوریې د حکومت او یاغیانو تر کنټرول لاندې سیمو ته رسېږي.
د دوشنبې ورځې زلزله کې د سوریې اړخ ته یوازې ادلیب ولایت کې له ۱۹۰۰ د ډېرو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی شوی.
له دې سره د دغه هېواد د ولسمشر بشار اسد یوه سلاکار بثینه شعبان ویلي، نړیوال بندیزونه اړتیا وړ مرستې ته د سوریې د لاسرسي مخه نیسي.
هغه زیاته کړې "موږ کافي بلډوزرونه نه لرو - کافي اندازه کرېنونه نه لرو، د اروپایانو او امریکایانو د بندیزونو له کبله کافي تېل نه لرو."
له دغې زورورې چاودنې لا د مخه په دغه هېواد کې له څلور ملیونو ډېرو وګړو سختو بشري مرستو ته د اړتیا راپور ورکول کیده چې اوس دا اړمنتیا لا پراخه شوې.