د ترکیې زلزله کې افغانانو ته هم مرګژوبله اوښتې؛ ځینې افغانان ټپیانو ته د وینې ټولولو کمپاین کوي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت وایې له ترکیې ور رسېدلي رپوټونه ښيې چې د زلزلې له کبله افغان کډوالو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې.

د یاد وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل بي بي سي ته وویل "له بده مرغه تر اوسه مونږ ته رسیدلي راپورونه ښيې چې په دغې زلزله کې تر سلو پورې افغانان مړه او ټپیان دي او شاوخوا سل کورونه نړیدلي دي."

دا لومړنۍ رسمي شمېرې دي او ویل کیږي چې ممکن کره شمېرې له دې لوړې شي.

په انقره کې افغان کونسلر پسرلی حکیمي هم وايي چې دوی ته رسېدلي مالومات ښيي‌ چې په دغه زوروره زلزله کې هلته مېشتو افغانانو ته مرګژوبله اوښتې.‌ خو ښاغلی حکیمي زیاتوي "تر اوسه د مرګژوبلې کره شمېر نه دی مالوم."

نوموړي وايي‌ د انتاکیا په څېر په ځینو ولایتونو کې ښايي‌ مرګروژبله لوړه وي‌ چې ډېر افغانان پکې مېشت دي.

خو له دې ور ها خوا نا رسمي شمېرې چې بې بي سي ته د خلکو له خولې او هلته ځينو افغانانو له قوله رسېدلي ښيې، چې د زلزلې له کبله سلګونو افغانانو ته مرګژوبله اوښتې.

دا زلزله د ترکیې په سوېل کې شوي او په ترکیه کې د افغان ټولنو او معلوماتو پر بنسټ هلته شاوخوا ۷ سوه زره افغانان مېشت دي.

په زلزله ځپلو سیمو کې ګڼ مرستندویه بنسټونه د ژغورنې په عملیاتو بوخت دي او افغانان هم له دې عمومي مرستو برخمن دي.

په ترکیه کې مېشت یوه افغان فعال حمدالله همدرد له بي بي سي سره په خبرو کې وویل چې هلته افغان ټولنو لږ تر لږه د سلو افغانانو د مړینې پخلی کړی "دغې زلزلې ډېره پراخه ویجاړي اړولي، په زلزله ځپلو سیمو کې لکونه افغانانو ژوند کاوه او تر اوسه خلکو د سلو مړو اعلانونه کړي خو دا وروستۍ شمېرې نه دي، سلګونه کسان لا هم تر کنډوالو او خاورې لاندې دي"

د ښاغلي همدرد په وینا د ټپیانو کره شمېره هم لا نده معلومه ځکه د ده په وینا ګڼې ژغورنډلې په عملیاتو بوختې دي چې د مرګ ژوبلې شمېرې هره شېبه ډېرېږي.

د مرستې رسونې بهیر

په ترکیه او سوریه کې د زورورې زلزلې له کبله چې تر دې دمه یې د مړو شمېر له ۱۲ زرو اوړي ګڼ کسان ټپیان هم دي، ژوندي پاتې کسانو او ځينو ټپیانو ته د نورو مرستو تر څنګ د وینې سخته اړتیا ده.

په دې لړ کې افغانستان کې د طالبانو حکومت له دغو دوه زلزله ځپلو هېوادونو سره ۱۵ مېلیونه افغانیو مرستې اعلان کړی چې لس مېلیونه یې ترکیې ته ځانګړې شوې.

خو ویل کېږي، خپله په ترکیه کې د ژغورنې کوم لوی افغان بنسټ نېغ په نېغه د مرستو رسولو او ژغورنې په عملیاتو کې نه دی ښکیل.

په ټولینزو رسنیو کې ځينو افغانانو په زلزله کې ټپي شویو وګړو ته د وینې رسولو کمپاین پیل کړی او ځينو خو له ترکیې سره د غمشریکۍ په موخه د ترکیې بیرغونه پر خپلو پاڼو لګولي دي.

په ترکیه کې د مېشت افغان فعال حمدالله همدرد په وینا د وینې ورکولو په چاره کې هلته د مېشتو افغانانو ونډه د پام وړ ده.‌

هغه وایې"د وینې ورکولو کمپاین ډېر ښه روان دی او افغانان چې په هره لاره کولای شي مرسته وکړي کوی یې، زمونږ ګڼ ملګري وړیا افغانانو ته د ژباړې خدمات هم وړاندې کوي."

په ترکیه کې افغان سفارت هم په دغه هېواد کې مېشتو افغانانو غږ کړی چې په دغه سخت حالت کې "د خپلو ترکي وروڼو او افغانانو سره څنګ په څنګ ودریږي او له کومې مرستې درېغ ونکړي."