تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ترکیې زلزله: له پېښې مخکې او وروسته انځورونه
د لومړۍ زلزلې مرکز غازیعنتاب (ګزینتپ) ښار ته نژدې ښودل شوی، دا ښار تر دوو میلیونو ډېر وګړي لري. ګن خلک د زلزلې د لړزې له کبله له کورونو کوڅو ته راووتل.
د ښار مانۍ، چې څه باندې ۲۰۰۰ کلونه ولاړه وه، سخته زیانمنه شوې ده. د تپې پر سر دا ماڼۍ د روم امپراتورۍ پرمهال جوړه شوې. وروستیو کې دا ماڼۍ پر موزیم اړول شوې وه.
د ملاتیا یاني تاریخي جامع جومات د زلزلې له مرکزه شاوخوا ۱۰۰ میله لیرې پروت دی چې زلزلې سخت زیانمن کړی. مناره یې رالوېدلې ده. دا جومات د ۱۸۹۴ کال زلزله کې هم سخت ویجاړ شوی و او تر بېرته رغونې وروسته، د ۱۹۶۴ کال یوې بلې زلزلې هم سخت زیانمن کړ.
د مدیترانې سمندرغاړې ښار اسکندروم کې دا ودانۍ زلزلې راغورځولې دي. سندروم په هتای ولایت کې پروت دی.
د سوریې په لر و بر کې د ودانیو ویجاړېدو تر ۱۲۰۰ ډېر کسان وژلي دي. په تاریخي او لرغوني حلب ښار کې - چې د یوې لسیزې جګړې هم زیانمن کړی و- زلزلې لا نور زیانمن کړی دی.
په بسنیا- بسینه کلي کې د سوداګریزو ودانیو کنډوالې ښکاري.