د نوې زیږېدلې ماشومې ژغورل، چې لا یې د نامه غوټۍ پر مړې مور پورې نښتې وه

په دوو ګاونډیو هېوادونو ترکیه او سوریه کې له زورورې زلزلې یوه ورځ وروسته، د سوریې په شمال لوېدیځ کې د یوه ویجاړ شوي کور له کنډوالې یوه نوې زیږېدلې ماشومه ژوندۍ رایستل شوې ده.

د نجلۍ پلار او څلور وروڼه زلزله کې مړه شوي دي. دا نجلۍ داسې شېبه کې ژغورل شوې ده، چې له مور سره یې د کور کنډوکپرو کې بنده پاتې وه او مور یې وروستۍ سلګې وهلې.

په جندیرس سیمه کې دا نجلۍ په خاوره سپېره مېره وه چې وژغورل شوه. عفرین ته څېرمه روغتون کې یوه ډاکټر وویل، د نجلۍ وضعیت ښه دی.

په هغه ودانۍ کې چې ددغې نجلۍ کورنۍ پکې اوسېده، ۵۰ کورونه وو او زلزلې راوغورځوله. دا سیمه د ترکیې پولې ته څېرمه ادلب ولایت کې ده.

د ماشومې یوه خپلوان خلیل السوادي ویلي، د ودانۍ د نړېدو له خبر اورېدو سره یې خپلوان په منډه هلته ورغلل.

ده د فرانسې خبري اژانس ته وویل: "د کیندنې پرمهال مو غږ واورېد. خاورې مو واړولې او ماشومه مو ومونده چې د نامه د غوټۍ نل یې ورپورې نښتی و، هغه مو پرې کړه او زما تره روغتون ته ورسوله".

د ماشومانو یوه ډاکټر هاني معروف وویل، ماشومه روغتون ته په ناوړه وضعیت کې راوړل شوه او پر بدن یې ډېر ټپونه وو.

"ماشومه یخنۍ نیولې وه، موږ باید توده کړې وای او کلسیم مو ورکړل".

د ماشومې انځور چې په ساتنځي کې پرته ده، د هغې د مور عفراء او پلار عبدالله او څلورو وروڼو د جنارې پرمهال ډېر لاس په لاس شوی دی.