اسرایيلي ځواکونو د یوې ښځې په ګډون ۹ فلسطینیان وژلي

د عکس سرچینه، Reuters
د اسرایيلو پوځ دغه پوځي عملیات د لوېدیځې نیول شوې یا تر نیواک لاندې غاړې په جنین ښار کې ترسره کړي دي.
د اسرایيلي رسنیو د رپوټونو له مخې پوځي عملیات وروسته له هغې شوي چې د دوی په وینا د وسله والو د یوه "لوی برید" مخه ونیسي.
په وژل شویو کسانو کې یوه د پاخه عمر لرونکې ښځه هم شته.
بل خوا د فلسطینۍ ادارې روغتیا وزارت وایي په جنین ښار کې وضعیت "ترینګلی" دی ځکه د پوځي عملیاتو پر مهال ګڼ خلک ټپیان شوي هم دي چې روغتیایي مرکزونو ته یې امبولانسونه د لېږدولو پر مهال له ستونزې سره مخ دي.
هلته د یوه ځایي روغتون د کوچنیانو د درملنې په څانګه کې د اسرایيلي ځواکونو لخوا اوښکې بهوونکی غاز شیندل شوی.
اسرایيلي ځواکونو ددې پوځي عملیاتو په اړه ډېر جزیات نه دي خپاره کړي.
خو د فلسطین د حماس او جهاد ډلو بیا ویلي په "فلش پاینټ" سیمه کې اسرایيلي پوځيان د عملیاتو لپاره راغلي وو چې دوی یې د مخنيوي لپاره لاس په کار شول.
په لویدیځه غاړه کې یو ځل بیا حالت ترینګلی شوی او اسرایيلي ځواکونو ویلي د " ترهګریزو" ګواښونو د مخنيوي لپاره عملیات کوي.
د روان کال له پیله تر اوسه نږدې ۲۹ فلسطینیان چې وسله وال او عام خلک پکې شامل دي د اسرایيلو په پوځي عملیاتو کې وژل شوي.









