فلسطیني ښوونکی وسله وال ته د لومړنیو مرستو ورکولو پر مهال وژل شوی

د عکس سرچینه، Reuters
روغتیايي کارکوونکي او د کورنۍ غړي یې وايي، دغه ۵۷ کلن فلسطیني ښوونکی هغه مهال د اسراییلي ځواکونو له خوا ووژل شو، چې د یوه ټپي وسله وال سره یې مرسته کوله.
د شپږو اولادونو پلار جواد بوقنه، د جینین کډوالو په کمپ کې له خپل کوره بهر وژل شوی دی.
دا پېښه په اشغال شوې لویدیځې غاړې کې د اسراییلي پوځ شپنیو عملیاتو په ترڅ کې رامنځ ته شوې ده.
د اسراییلو دفاعي ځواکونو ویلي، د دوی پر پوځیانو د فلسطیني وسله والو سختې ډزې شوې وې او دوی هم ځوابي ډزې کړې دي.
دوی وايي، داسې راپورونه یې تر لاسه کړي چې د "ډزو پر مهال" یو ملکي وګړی "وژل شوی او د پېښې په اړه "څیړنه" روانه ده.
د ښاغلي بوقنه زوی، فرید ویلي، دوی د یوه سړي غږ واورېد او وروسته تایید شوه چې مرګونی ټپی دی. هغه کس د دوی له کوره بهر د مرستې غوښتنه کوله.
فرید وايي "پلار مې له سړي سره د مرستې لپاره لاړ، چې لومړنۍ مرسته ورسره وکړي."

د عکس سرچینه، Ali SAWAFTA
هغه د رویټرز خبري اژانس ته ویلي "موږ هغه دننه کش کړ، دوی زما پر پلار ډزې وکړې، ما هغه کور ته را دننه کړ . هغه وخت په وینو کې لت پت وو."
فلسطیني روغتیاپالان وايي، ښاغلی بوقنه او یو ډاکټر دواړه د هغه له کوره بهر ټپي وسله وال ته ورنژدې شوي وو.
د فلسطین د طبي مرستو ټولنې بي بي سي ته په یوې اعلامیې کې ویلي "هغه مهال اسراییلي پوځیانو پر هغوی ګولۍ واورولې او یوه ګولۍ د ښوونکي پر سینه ولګېده"
د فلسطین د روغتیا وزارت د ۲۸ کلن ادم جبرین مړینه هم تایید کړې.
د فلسطین د اسلامي جهاد ډلې هغه د خپل غړي په توګه پېژندلی. راپورونو ویلي، هغه کس په جینین کې د دې ډلې یو قوماندان وو، چې د اسراییلو او لویدیځ لخوا د ترهګرو ډلو په لست کې ده.
تېر کال په لوېدیځه غاړه کې تر ۱۵۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي دي، چې نژدې ټول یې د اسرائیلي ځواکونو له خوا وو. په وژل شویو کې ملکي وګړي، وسله وال او بریدګر شامل دي.
د فلسطینیانو د بریدونو په لړ کې هم یو شمېر اسراییلیان په نښه شوي، چې پکې د ملکي وګړو، پولیسو او سرتیرو په ګډون تر ډېرشو ډیر کسان وژل شوي دي.










