محمد بن سلمان پاکستان کې ۱۰ میلیارد ډالرو ته د سعودي پانګونې ډېرول څېړي

سلمان

د عکس سرچینه، @Saudi_Gazette

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان وايي، پاکستان کې تر لسو میلیاردو ډالرو پورې د سعودي د پانګونې رسولو چاره څېړي.

د سعودي رسمي خبري اژانس (سعودي پرېس ایجنسي) ویلي، ولیعهد - چې په عین حال کې لومړی وزیر هم دی، په (سټېټ بېنک اف پاکستان) کې د سعودي دیپازیټ زیاتولو پر چارې غور کړی چې وايي تر پنځو میلیاردو ډالرو پورې رسولو په اړه یې بحث روان دی.‌

دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ شوې دي.

په ورته وخت کې، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د سعودي عربستان العلا سیمې په ژمني کمپ‌ کې له محمد بن سلمان سره کتلي دي.

دواړو په دې کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر سر خبرې کړې دي.

د سعودي پرېس ایجنسۍ د رپوټ له مخې، ولیعهد بن سلمان دا ګامونه د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف او محمد بن سلمان ترمنځ د پرله پسې اړیکو تر نیولو وروسته اخیستل شوي دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

جينيوا کنفرانس: پاکستان سره تردې مهاله د اتو میلیاردو ډالرو مرستې ژمنه شوې

له پاکستان سره د تېر کال د وروستیو سېلابونو د راپورته شويو زيانونو او اغېزو په خاطر له اته نیم مېلیاردو ډالرو د ډېرو مرستو ژمنه شوې ده.

د سوېس په جينېوا ښار کې په پاکستان کې د اقليمي اغیزونو په تړاو جوړ شوي کنفرانس کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي له دغه هېواد سره د سېلابونو له اغیزونو د راښه کېدو په خاطر د پراخو پانګونو غوښتنه وکړه.

جېنيوا کنفرانس

د عکس سرچینه، PID

انتونیو ګوتېرېش یاد کنفرانس ته د وینا پر مهال وویل، پاکستان د اقلیم اغېزو سخت ځپلی. هغه دغه راز له افغانستانه دغه هېواد ته د کډوالو ورتګ هم په دغه هېواد کې د طبيعي ناورینونو پر اغېزو بله زیاتېدنه وبلله.

د څلوېښتو هېوادونو او نړیوالو مالي بنسټونو استازو او چارواکو په جينېوا کې له پاکستان سره د مرستې لپاره جوړ شوي دغه کنفرانس کې ګډون کړی و.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم دغې غونډې ته په وینا کې وویل چې د تېر کال د سپټمبر سېلابونو په دې هېواد کې شاوخوا ۳۳ ميلیونه وګړي اغېزمن کړي او ویې ویل هېواد يې په راتلونکو دریو کلونو کې له نړیوالو اته ميلیارده ډالرو مرستې ته اړتیا لري.

د نوموړي په وينا، "د پلان لومړۍ برخه چې د بیارغونې او بیا پر پښو درېدنې لومړيتوبونه مشخصوي لږ تر لږه ۱۶.۳ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري چې نیمايي يې موږ له خپلو داخلي سرچینو برابروو او پاتې نیمايي يې له خپلو ملاتړو او ملګرو تمه لرو. "

شهباز شریف

د عکس سرچینه، PID

په کنفرانس کې د بېلابېلو هېوادونو او بنسټونو استازو د پاکستان تر دغې غوښتنې د ډېرو مرستو ژمنه وکړه چې پکې اسلامي پراختیايي بانک د ۴.۲ ميلیاردو ډالرو، نړیوال بانک د ۲ مېلیاردو ډالرو، اسيايي پراختیايي بانک د یونیم مېلیارد ډالرو مرسته اعلان کړه. په هېوادونو کې هم د نورو تر منځ اروپايي ټولنې د ۹۳ ميلیونو ډالرو، جرمني د ۸۸ ميلیونو، چین د سلو ميلیونو او جاپان د ۷۷ ميلیونو ډالرو مرستې د ورکړې ژمنه وکړه.

ګڼو هېوادونو او بنسټونو پر نقدي مرستو سربېره د تخنيکي همکاریو او مرستو ژمنې هم وکړې.

د پاکستان لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر د دغو ژمنو په مننه کې ویلي چې دا ډاډ به برابروي چې دا مرستې پر ځای ولګېږي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري بي بي سي ته وویل چې دوی د دغو بسپنو پر ځای لګول کېدو ډاډ هم ورکړی.

بلاول بوټو وويل، "موږ له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د داسې میکانیزم په جوړولو کې مرسته راسره وکړي چې داسې پروګرام ولري چې دغه پیسې وڅارو او په نړیواله ټولنه کې دغه باور ولرو. ښکاره خبره ده چې پاکستان له دغې ورانۍ سره مخ دی او دري دېرش مېلیونه خلک دغو سېلابونو زیانمن کړي. دا د دوی ګناه نه ده. دوی پر ژوند بایللو د بډایو هېوادونو د صنعتي کېدو بیه پرې کوي. "

خيبر پښتونخوا

د عکس سرچینه، Asif Imran

په پاکستان کې د سپټمبر میاشتې په سېلابونو کې لږ تر لږه ۱۷۰۰ کسان مړه شول او اته ميلیونه نور له خپلو مېنو بې ځایه شول.

د جېنېوا د کنفرانس په څنډو کې د پاکستان د ماليې وزیر اسحاق دار د پیسو د نړیوال صندوق هغه یوه ميلیارد ډالرو بېړني پور ته هم د خپل حکومت د لاسرسي غوښتنه وکړه چې ټاکلې وه په نومبر مياشت کې ورکړل شي. دواړو لورو لا هم د دغه تړون پر شرایطو هوکړه نه ده کړې.

ښاغلي دار د پیسو پر نړیوال صندوق تور لګولی و چې غیرنورمال چلند کوي. ویل کېږي پاکستان یوازې د یوې میاشتې د وارداتو په اندازه د بهرنیو اسعارو زېرمې لري.