تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هندی سړی د خپلې لور د ویډیو لاس په لاس کېدو له امله وژل شوی
پولیسو د هند په لوېدیځ ګوجرات ایالت کې اوه کسان په دې تور نیولي چې یو پوځي یې تر مرګه وهلی دی.
پولیسو سره په یوه ثبت شوي شکایت کې راغلي، پر میلاجي وګیلا وروسته تر هغه برید وشو چې پر انټرنېټ یې د خپلې پېغلوټې لور د وېډیو خپرېدو پرضد احتجاج وکړ.
په شکایت کې راغلي چې وېډیو په ډېره چټکۍ پر انټرنېټ لاس په لاس شوې ده.
تورن بریدګر د یوه داسې زلمي د کورنۍ غړي دي چې وګیلا پرې پر انټرنېټ د وېډیو خپرولو تور لګولی و.
په برید کې د وګیلا مېرمن او زوی هم ټپیان شوي دي.
قرباني شوي سړي د هند سرحدي امنیتي پولیسو کې کار کاوه.
د وګیلا د مېرمنې له لوري د ثبت شوي شکایت له مخې، دا برید د شنبې په شپه د ګوجرات په خیدا سیمه کې شوی دی.
وګیلا له خپلې مېرمنې او وراره سره د تورن زلمي کور ته د شکایت لپاره ورغلي وو چې ګنې د پېغلوټې وېډیو یې ولې پر انټرنېټ خپره کړې ده.
په ګڼو خبري رپوټونو کې دا یوه "فاحشه" وېډیو بلل شوې، خو بي بي سي یې په تاییدولو لا نه ده توانېدلې.
پولیسو ته د ثبت شوي شکایت له مخې لفظي شخړه پر لاس اچولو اوښتې. د زلمي خپلوانو پر وګیلا او کورنۍ یې په "لرګیو او سوټیو" او "تېزو شیانو" بریدونه کړي دي.
وګیلا ژور ټپي شوی چې بیا یې ژر دمه وختله. د هغه یو ټپي شوی زوی چې پر سر یې ټپونه خوړلي، لا هم روغتون کې درملل کېږي.
پولیسو د تورونو ګوتې - چې د قصدي وژلو تور هم پکې دی- اوو تورنو کسانو ته نیولې دي. دوی د دوی شنبې په ورځ قضايي توقیفځای ته استول شوي، خو هېڅ څرګندونې یې لا نه دي کړې.