هند کې مور او پلار پر خپل زوی دعوه کړې چې ولې اولاد نه زيږوي

د هند په شمالي ایالت اوتراکنډ کې یوې زړې جوړې پر خپل یوازیني زوی او نږور دعوه کړې چې ولې یې د واده په شپږو کلونو کې اولاد نه دی زېږولی.

۶۱ کلنه نجو او ۵۷ کلن سادنا پرساد وايي، دوی خپلې سپمولې پیسې د خپل زوی په پالنه ولګولې.

دوی وايي، د خپل زوی د پیلوټۍ په روزنه او هغه ته د واده ښو مراسیمو په جوړولو یې خپلې ټولې پیسې لګولې دي.

اوس دغه بوډۍ جوړه وايي، که چیرې په یوه کال کې یې زوی او نګور لمسی ونه زیږوي، د خپلو ۶۵۰،۰۰۰ ډالرو تاوان غواړي.

تر دې دمه د دوی زوی او د هغه مېرمن په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

دا بې سارې دعوه د "رواني ځورونې" پر بنسټ ثبت شوې ده.

د دې کورنۍ پلار ښاغلی پرساد وايي، نوموړي د خپل ژوند ټوله سپما په خپل زوی لګولې ده او په ۲۰۰۶ کال کې یې د ۶۵،۰۰۰ ډالرو په لګولو سره خپل زوی امریکا ته واستوه چې د پیلوټۍ برخه کې زدکړې وکړي.

د ټایمز اف انډیا ورځپاڼې د رپوټ له مخې، د یادې کورنۍ زوی چې په ۲۰۰۷ کال کې خپل هېواد هند ته ستون شو، خپله دنده یې له لاسه ورکړه.

مور او پلار یې وايي، دوی اړ شول چې تر دوو کلونو پورې د زوی لګښتونه پر غاړه واخلي.

۳۵ کلن شري ساګر بالاخره د پیلوټ په توګه دنده تر لاسه کړه.

د نوموړي مور او پلار وايي، زوی یې له شوبنګي سینها سره په ۲۰۱۶ کال کې واده وکړ.

خواښې او خسر یې وايي، نګور یې اوس ۳۱ کلنه ده او په دې هیله یې زوی ته را واده کړې وه چې د تقاعد پر مهال به د لمسي څښتن وي، لوبې به ورسره کوي چې وخت یې ښه تېر شي.

دوی وايي، د زوی په واده کې یې پنځه ستوريزه هوټل کې ۸۰،۰۰۰ ډالره لګولي او ګران بیه موټر یې ورته اخیستی و.

همدارنګه دوی زیاتوي، له واده وروسته یې د چکر لپاره زوی او نږور بهر ته استولي وو.

ښاغلي پرساد وویل:"زما د زوی له واده شپږ کاله تېر شوي، خو دوی لا هم د ماشوم د پیدا کولو پلان نه لري."

نوموړی زیاتوي: "لږترلږه که موږ یو لمسی ولرو، وخت به مو ورسره ښه تېریږي او د دردونو زغمل به مونږ ته اسانه وي. "

د دوی وکیل سریواستو وايي، مشرتریانو یې د ذهني ځور له کبله د پيسو غوښتنه کړې ده.

نوموړی وايي:" دا د هر مور او پلار خوب دی چې نیکمرغه شي. دوی له کلونو راهیسې انتظار کاوه چې د نیکه او نیا درجه به یې نصیب شي."

د نیا او نیکه کېدو په تمه، یادې جوړې د اوتراکنډ ایالت په هریدوار ولسوالۍ کې خپله دعوه ثبت کړې او اټکل کېږي چې د مې میاشتې په ۱۷مه به یې محکمه وشي.