تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هندۍ ناوې "د تور رنګ له پېغوره" ځان وژلی
هندي پولیس وايي، یوې ۲۱ کلنې ښځې ځکه ځان وژلی چې مېړه یې پرلپسې د تور رنګ پېغور ورکاوه. وروسته د ښځې پلار پولیسو ته عریضه کړې چې زوم یې د لور د مړینې سبب دی او راجستان ایالت پولیسو قضیه ثبت کړې ده.
پولیسو بي بي سي هندي څانګې ته ویلي، تر اوسه یې څوک نیولي نه دي او د مړې شوې ښځې مېړه د پېښې په تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي.
په هند کې معمولاً ډېر خلک سپین یا غنم رنګی پوست د سکاڼ یا تور رنګ پرتله د ښکلا معتبره نښه بولي.
د دغې ښځې پلار پولیسو ته ویلي، زوم یې (پرلپسې لور ته د توربخون رنګ له کبله پېغورونه ورکول او ځوروله یې) چې له کبله یې هغې په ناهیلۍ کې ځان وژلی.
دا لومړی ځل نه دي چې د پوستکي رنګ پېغورونو له کبله ښځې ځانوژنه کوي. پولیس وايي، ۲۰۱۴ کال کې هم یوې ښځې د پوستکي رنګ په اړه د مېړه د پېغورونو له کبله ځان وژلی و.
دغه راز په ۲۰۱۸ کال کې یوې ۱۴ کلنې زده کونکې د ټولګیوالو له هغو پېغورونو له اورېدو وروسته ځانوژنه کړې وه، چې ورته ویلي یې و 'رنګ دې تور دی، ځکه بدرنګه یې '
د بي بي سي ګیتا پانډې وايي، په هند کې ډېرې هغه نجونې چې د پوستکي رنګ یې صاف نه وي، له ماشومتوبه په ناوړه نومونو یادېږي.
په ښوونځیو، لوبغالو او ان کورونو کې پېغورونه ورکول کېږي او د هغو خپلوانو پرتله چې رنګونه یې سپین وي، بې اهمیته بللې کېږي.
کله چې د واده خبره کېږي، ناوې تل سره - سپینه یا غنم رنګې یادېږي، خو توربخونه هېڅکله هم نه یادېږي.
ځايي مهمې رسنۍ هم دغه تصور د مشهورو ممثلو یا ماډل نجونو د تصویرونو په خپرولو سره تازه کوي. دغه ډول پېغورونه د دې لامل کېږي چې د سکڼي رنګ لرونکې نجونې د 'بدرنګۍ ' له احساس سره عمر تېروي.