تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هندۍ ناوې د خسرګنۍ شپږ کسان په زهرو وژلي
د هند سویلي ایالت کېراله کې پر یوې ښځې تور پورې شوی چې د خپلې کورنۍ شپږ غړي یې په زهري موادو وژلي دي.
د دې ایالت محکمې ته له رسېدو وروسته هغه تورنه شوې چې دغه کسان یې د ساینایډ په نوم کمیايي موادو په مټ وژلي دي.
پولیس وايي، ۴۷ کلنې جولي شاجو له ۲۰۰۲ میلادي کال تر ۲۰۱۴ پورې خپل لومړنی مېړه، د هغه مور او پلار، داوسني مېړه پخوانۍ مېرمن او دوه نور کسان وژلي دي.
د هندي رسنیو د رپوټونو له مخې، هغه زرګر پر ځان لګیدلي تورونه رد کړي چې جولي شاجو ته به یې ساینایډ په نوم کیمیاوي مواد ورکول. ده ویلي، فکر یې کاوه چې جولي به د موږکانو د وژلو لپاره دغه مواد پېري.
شکونه څه دي؟
دا مسئله هغه وخت را برسېره شوه چې د جولي شاجو د لومړي مېړه رای ټامس ورور چې په ۲۰۱۱ کې مړ شو، له خپلې مړینې دوه میاشتې وړاندې له خپلو خپلوانو سره په دې اړه اندېښنې شریکې کړې وې.
د جولي شاجو لومړنۍ ښکار د هغې خپله خواښې اننانما ټامس وه چې ویل کیږي نوموړې په ۲۰۰۲ کې شاجو په لاس تیار کړای شوي خواړه خوړلي و او مړه شوې وه.
له دې پېښې څلور کاله وروسته د شاجو ۶۶ کلن خسر ټام ټامس هم په ورته مرګ مړ شوی و.
په ۲۰۱۱ کې د جولي لومړنی مېړه رای ټامس مړ شو، د ده پر جسد له طبي معاینو وروسته د ساینایډ په نوم د کیماوي موادو نښې ښکاره شوې وې، خو دغه پېښه نه وه څېړل شوې.
د رسنیو د رپوټونو له مخې په ۲۰۱۴ کې د شاجو د مړې شوې خواښې ورور میتیو د خپل خوريه د دویم ځل طبي معایناتو ترسره کولو ټینګار کړی و، همغه کال دی پخپله مړ شو.
په ۲۰۱۶ کې د شاجو د ترورزي ښځې سکاریه شاجو له مړینې وروسته په دې کورنۍ کې اندېښنې زیاتې شوې او د د دې ځوانه لور الفائن له خپلې مور دوه کاله وړاندې مړه شوه.
له دې وروسته جولي له نوي مېړه شاجو سره واده وکړ.
جولي نندرور (د مېړه خور) وايي، د دې د مور له مړینې وروسته جولي د کور د پیسو واک په خپله لاس کې واخیست او زیاتوي چې پلار به یې نوموړې ته د ځانګړې ننګور په سترګه کتل.
پولیس وايي، جولي شاجو د شپږ کسانو پر وژنه اعتراف کړی او په دې تړاو نورې څېړنې روانې دي.