تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هند کې سختو سیلابونو لږترلږه ۱۵۰ تنه وژلي
د هند په شمال کې سختو سیلابونو له امله لږترلږه ۱۵۰ تنه وژلي دي.درانه سیلابونو د هند د ګنګا سیند ځینې برخې ویجاړې کړي او ډېر زیان یې اړولی دی.
د دې هېواد په بهار ایالت کې په تېرو څو ورځو کې بیړنیو ژغورونکو ډلو په زرګونو زیانمن شوي خلک ژغورلي دي.
په عکسونو کې ځایي اوسېدونکي ښکاري چې د پتانه په پلازمېنه کې خلک په سړکونو روان دي او اوبه یې تر زنګنو پورې رارسېدلي دي.
په ګاونډي اترپردیش ایالت کې هم سیلابونو سخت زیان اړولی دی. په زندان کې د اوبو له ننوتلو وروسته سلګونه بندیان بل ځای ته لېږدول شوي دي.
هندي چارواکي وايي، سږني بارانونه له تېرو ۱۵ کالو راهیسې ډېر درانه و.
په اغېزمن سیمو کې سېلابونو ګڼ ښاریان زیانمن کړي چې د یو شمېر عکسونه یې په لاندې ډول دي.
چارواکو وویل په دواړو ایالتونو کې ریلګاډي خدمتونه، روغتیايي خدمتونه، ښوونیزې چارې او پر برېښنا یې هم اغیز پریوتی دی.
۔