تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د "ډالۍ چاودنې" هندی زوم وژلی
د هند ختیځ اودیشا سیمه کې یو زوم او نیا یې د واده راوړل شوې یوې ډالۍ د چاودنې له کبله مړه شوی.
پولیس وايي، ناوې سخته ټپي شوې او د درملنې لپاره روغتون ته استول شوې ده.
یاد زوم او نجلۍ د روانې میاشتې اتلسمه واده کړی و، همدا وو چې ګڼې ډالۍ ورته راوړل شوې، چې یوې ډالۍ کې یې د تېرې جمعې په ماخوستن چاودېدونکي توکي ځای پرځای شوي او چاودلي دي.
ډالۍ کې اېښودل شوي چاودېدونکي توکي د پرانیستلو پرمهال چاودلي.
د پولیسو ویاند ویلي، پر ډالۍ د استوونکي له نوم او پتې پرته نور څه نه وو لیکل شوي.
زوم، نیا او مېرمن یې سخت ټپیان شوي، چې روغتون ته تر لېږدول کېدا وروسته زوم او نیا ساه ورکړې، خو د ناوې روغتیايي وضعیت هم کړکېچن ښودل شوی.
که څه هم پولیسو ویلي، دا یو جرم دی، خو وايي ښايي مجرم د همدې سیمې یو وګړی وي.