اسلامي پولیسو د 'همجنس‌خوښو پر واده چاپه اچولې'

    • Author, منصور ابو بكر
    • دنده, بي بي سي - كانو، نایجېریا

نایجېریا کې اسلامي پولیسو په ستر شمالي کانو ښار کې ۱۹ مسلمانان د همجنس‌خوښو د یوه واده په مراسمو کې د ګډون په تور نیولي دي.

د دغو پولیسو ویاند لاوال ابراهیم فاغ ویلي، اسلامي پولیسو د خبر تر اورېدو وروسته د یاد واده پر ځای چپاو وروړ.

په چپاو کې واده کوونکي همجنس‌خوښي- چې له یوه جنسه وو- تښتېدلي او واده یې نیمګړی پاتې شوی، خو پولیس یې د موندلو په لټه کې دي. د کانو ښار ډېری اوسېدونکي مسلمانان دي او هلته د سیکولر قانون ترڅنګ پر اسلامي شریعت هم عمل کېږي.

د دواړو نظامونو د قانون له مخې، د نایجېریا په لر و بر کې همجنس‌خوښوَنه ناقانونه عمل دی، مسلمانان تر ډېره په شمالي سیمو کې اوسېږي او د سوېلي ډېری استوګن عیسویان دي.

په کانو کې د اسلامي پولیسو ځواک د (حِسبه) په نامه یادېږي، چې ټینګ اخلاقي قوانین تطبیقوي.

ښاغلي فاغ بي بي سي ته وویل، پولیسو هوډ نه لاره چې د واده هغه ۱۵ مېلمانه سړي او څلور مېلمنې ښځې تعقیب کړي،‌ چې د یکشنبې په چپاو کې نیول شوي دي.

پولیسو ویلي، په واده کې داسې همجنس‌خوښي سړي هم وو چې د ښځو جامې یې اغوستې وې.‌

د حسبه پولیسو ویاند وايي "په محکمه کې دغو کسانو ته د تورونو د متوجه کېدو په تړاو به موږ له دوی سره د چلن بله لاره غوره کړو.‌ لومړی به مشوره ورکړو او پلرونه به یې پکې ښکېل کړو او هیله لرو چې دوی د خپل ژوند بڼه بدله کړي".

په کانو کې اسلامي محکمې تر اوسه هېڅوک د همجنس‌خوښونې په تور نه دی محاکمه کړی.

فاغ وايي، واده ته له راغلو نیول شویو کسانو ۱۸ یې د ضمانت تر لاسلیکولو وروسته خوشي شوي او "ژمنه یې وکړه چې د خپل ژوند بڼه به بدلوي".

که څه هم په نایجېریا کې د انساني حقونو ډلو د همجنس‌خوښو حقونو ته د درناوي غوښتنه کړې،‌ په دې هېواد کې قوي مخالفت هم شته چې ډېری مسلمانان او عیسویان پکې د خپلو محافظه کارو دیني ارزښتونو ملا تړي.