تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاپ د همجنسخوښو د قانوني ګډ ژوند ملاتړ وکړ
د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس وايي، همجنس خوښي خلک باید د ګډ ژوند او کورنۍ جوړولو اجازه ولري.
نوموړي د شخصي پیوستون اصطلاح وکاروله چې د ازدواج نژدې ټول حقونه پکې راځي، خو د ازدواج رسمي نوم نه ورکول کېږي.
نوموړي دا خبرې د فرانچسکو په نوم مستند کې کړې چې د چارشنبې په ورځ روم کې خپور شو.
د څارونکو په باور دا د همجنسخوښو له اړیکې د پاپ تر ټولو ښکاره دفاع ده.
هغه ویلي: "دوی هم د خدای بچیان دي، حق لري چې یوه کورنۍ کې وي. هېڅوک یې باید ډډې ته نه کړي نه یې باید ژوند سخت کړي. "
نوموړي زیاته کړه: "موږ باید د شخصي پیوستون قانون جوړ کړو. په دې حال کې مو دوی ته قانونیتوب ورکړی دی."
هغه زیاته کړه، مخکې یې هم د دې مسلې دفاع کړې ده او اشاره یې هغه وخت ته وه چې د بونس ایرس لوی اسقف و.
نوموړی هغه مهال د همجنسخوښو د قانوني ازدواج مخالف و، خو د دوی د جوړو د قانوني خوندیتوب ملاتړ یې کاوه.
فرانچسکو فلم د پاپ فرانسیس د ژوند او چارو په هکله دی او د روم د فلمونو فیسټوال کې نندارې ته وړاندې شو.
دې فلم کې پاپ دوه همجنس خوښي هڅوي چې له خپلو درېیو بچیانو سره کلیسا ته لاړ شي.
د پاپ فرانسیس ژوند لیک کښونکی سټن ایواري بي بي سي ته وویل، د پاپ تازه خبرو حیران کړی نه دی.
هغه وویل: "کله چې د بوینس ایرس لوی اسقف هم و دا خبره یې کړې وه. هغه تل د همجنسخوښو جوړو د ازدواج مخالف و، خو باوري و چې کلیسا باید د همجنسخوښو د شخصي پیوستون د قانون ملاتړ وکړي او د هغوی حقوقي ملاتړ وکړي."
د کاتولیک کلیسا اوسنی دکترین د هجنسخوښو نارینه وو اړیکه "بې لارې چلن" بولي.
هغه بنسټ چې پر ۲۰۰۳ کال یې د واتیکان دکترین تدوین کړ وايي، همجنسخوښو ته درناوی باید په هیڅ وجه هم د همجنسخوښ، چلن یا د دوی د پیوستون حقوقي پېژندلو په مانا تمام نه شي.
مخکې یې د همجنسخوښۍ په هکله څه ویلي وو؟
دا د اېل جي بي ټي یا (نارینه او ښځینه همجنسخوښو، نرښځیو او جنس بدلو) د حقونو په هکله د پاپ فرانسیس وروستۍ څرګندونې دي چې پکې یې د دوی د حقونو تر یوه بریده ملاتړ کړی او تایید کړي یې دي.
خو هغه پر ۲۰۱۳ کال په "جنت او ځمکه" کتاب کې وویل، له حقوقي پلوه له ازدواج سره د هجنسخوښو د اړیکو یو شان بلل "د خلکو پېژندلو برخه کې شاتګ وي. "
هغه دا هم وویل، که همجنسخوښې جوړې په زویولي د ماشومانو منلو اجازه ولری: "بچیان به اغېزمن وي، ځکه هر کس یوه نارینه پلار او ښځینه مور ته اړتیا لري چې د دوی پېژندلو کې مرسته کوي. "
نوموړي همغه کال د کلیسا دریځ هم تایید کړ چې وايي، همجنسخوښي ګنا ده، خو ویې ویل همجنسۍ ته لېوالتیا ګنا نه ده.
هغه پوښتنه وکړه: "که یوکس همجنسخوښی وي، خو د خدای په لټه کې وي او ښه نیت لري، نو زه څوک یم چې قضاوت کوم. "
پاپ فرانسیس پر ۲۰۱۸ کال وویل، روحانیانو کې د همجنسخوښۍ اندېښمن کړی دی او "دا جدي مسله" ده.