تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاپ فرانسیس پر 'بمونو مور' نامه نیوکه کړې
د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي مشر پاپ فرانسیس د امریکا د تر ټولو ستر نااټومي بم پر نامه چې د (بمونو مور) یې بولي، سخته نیوکه کړې ده.
پاپ چې په واتیکان کې يې د محصلانو په منځ کې خبرې کولې، ویلي د یاد نامه په اورېدو ډېر شرمېدلی دی: "مور ژوند ور کوي، خو د بمونو مور ژوند اخلي، رښتیا ولې دغسې یو نوم؟."
د پاپ فرانسيس نیوکې پر داسې مهال دي چې پتېیل شوې، ډونلډ ټرمپ پخپل لومړني بهرني سفر کې له عربستان او اسراییلو وروسته واتیکان ته لاړ او شونې ده د نړۍ د کاتولیکانو له مشر سره هم وګوري.
پاپ فرانسیس تر دې وړاندې هم د امریکا له خوا له مکسیکو سره پر ګډه پوله له دېوال جوړولو سره مخالفت کړی و.
یاد ۹۸۰۰ کیلويي بم چې امريکايي ځواکونو د افغانستان د ختیځ ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د اسلامي دولت یا داعش جنګیالیو پر پټنځیونو وکاراوه، اصلي نوم یې (جيبييو۴۳بي) دی چې مانا یې د (زیاتې ویجاړتیا هوايي بم) ده، خو اوس د (بمونو مور) په نامه یادېږي.
یاد بم لومړی ځل په ۲۰۰۳ کال کې ازمویل شوی و، خو بیا په هیڅ جګړه کې رسماً نه و کارول شوی.