تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د "بمونو مور" رښتیا ۹۴ داعشیان وژلي؟
گارډين:
گارډين ورځپاڼه وايي تازه پلټنو ښوولې په افغانستان کې د امريکا له لوري کارول شوي تر ټول ستر بم له هغې کچې کم زيان اړولى چې په لومړي سر کې په رپوټونو کې ويل شوي و.
د السيز اداره د افغان حکومت د هغې وينا په اړه هم شک څرگندوي چې وايي په بريد کې د داعش ٩٤ وسلوال وژل شوي دي.
ورځپاڼه وايي امريکا د اپرېل په ١٣ نېټه وويل چې په افغانستان کې د داعش پر وړاندې د بمونو مور يې کارولې او د هغوى (داعش) د ماتولو لپاره د دغه بم کارولو ته اړتيا وه.
خو د ورځپاڼې په وينا د السيز په نامه د جغرافيايي شننو ادارې له لوري ترسره شويو پلټنو د دغه بم پر اغېزمنتيا شکونه را پارولي. ورځپاڼه وايي اوس دا پوښتنه را پورته شوې چې ولې دا بم وکارول شو.
السيز دغه پلټنې په سيمه کې د اخيستل شويو فلمونو، د سپوږمکۍ په مټ اخيستل شويو انځورونو او د ٣دي انځور جوړونې له لارې ترسره کړې. ورځپاڼه وايي دغه تر ټولو ستر بم د ١٥٠ مترو په واټن کې گردچارپېره ٦٩ ونې او ٣٨ ودانۍ ويجاړې کړي.
دا رپوټونه اوس ناسم ثابتېږي چې گواکې د ويجاړۍ لمنه يې تر نژدې درې کيلومټرو پورې رسېږي.
ورځپانه زياتوي د هغه ځاى په انځورونو کې چې بم په کې پرېوتى د اټکلونو خلاف ٣٠٠ متره ژوره کنده نه لېدل کېږي.
نيوز ويک:
نيوز ويک مجلې ليکلي چې د سعودي حکومت پر ښځو لگېدلي يو لړ محدوديتونه لرې کړي دي.
د مجلې په وينا پاچا سلمان حکم ورکړى چې له دې وروسته مېرمنې د دندې تر لاسه کولو لپاره د خپلې کورنۍ نارينه غړي اجازې ته اړتيا نه لري.
په سعودي کې د قيموميت يا سرپرستۍ نظام په نامه داسې يو قانون شته چې له مخې يې ښځې اړې دي د وادۀ، سفر، پاسپورټ اخيستنې، له زندانه د پرېښودل کېدو، دنده ترلاسه کولو، روغتيايي عملياتو او ځينو نورو فعاليتونو لپاره د خپلې کورنۍ د نارينه غړي اجازې ته اړتيا لري.
ټاېمز آف انديا:
ټايمز آف انديا وايي د هندي فلم "باهوبلي دويم" ستوري "پرباس" په تېره يوه اوونۍ کې د واده ٦٠٠٠ وړانديزونه تر لاسه کړي دي.
"باهو بلي دويم" په تېره يوه اوونۍ کې د نړۍ په لر او بر کې د هندي فلمونو په تاريخ کې تر ټولو بريالى او ډېر کتل شوى فلم ثابت شوى او ٧،٩٢ ميليارد هندۍ روپۍ يې گټلي دي.
د دغه فلم لومړۍ برخه ٣ کاله وړاندې نندارې ته وړاندې شوې وه.