امریکا اوکرایین ته د پاټریاټ هوايي دفاعي نظام استولو پلان چمتو کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ایلسا مایشمن
- دنده, بي بي سي
د امریکايي رسنیو رپوټونه وايي، امریکا اوکرایین ته د هوايي دفاعي نظام پاټریاټ استولو پلان چمتو کوي.
د یوه چارواکي له قوله چې نوم یې نه دی یاد شوی ویل شوي، داسې احتمال شته چې ولسمشر جو بایډن به روانه اونۍ په دې هکله اعلان وکړي. په داسې حال کې چې د روسیې توغندیزو بریدونو له کبله په اوکرایین کې مرګژوبله او د برېښنا پرچاوۍ پېښې په زیاتېدو دي، اوکرایین چارواکي له څه مودې راهیسې د هوايي دفاعي سیسټم لا زیاتولو غوښتنې کوي.
پاټریاټ د امریکا یو خورا پرمختللی هوايي دفاعي سیسټم دی، خو کېدای شي اوکرایین ته به یې ورکړه محدوده وي. تر اوسه معلومه نه ده، څومره شمېر پاټریات به اوکرایین ته ورکړل شي.
چارواکي وايي، که تائید شي، په راتلونکو څو ورځو کې به پاټریاټ اوکرایین ته واستول شي او اوکراییني پوځیانو ته به د جرمني په ګرافینویهر امریکايي پوځي اډې کې د دې نظام کارولو روزنه ورکړل شي.
بل لور د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ کریملین مسوولینو د چارشنبې پر ورځ ویلي، د پاټریاټ نظام په نښه کول به د روسیې قانوني حق وي.
دا رپوټونه داسې مهال ورکړل شوي، چې د روسیې په سختو پرلپسې بریدونو کې تازه د دې هېواد پلازمېنه کیېف د چاودنو لړۍ لړزولې ده. له اکتوبر میاشتې راهیسې مسکو د اوکرایین پر برېښناکوټونو پرلپسې ګوزارونه کوي.
په داسې حال کې چې اوکرایین چارواکي له څو میاشتو راهیسې د لا پیاوړي هوايي دفاعي نظام غوښتنه کوي، د امریکا ملي امنیت شورا ویاند جان کېربي تېره اوونۍ وویل، د روسیې او ایران اړیکي په بشپړه دفاعي ملګرتیا بدل شوي دي.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د ۲۰۱۷ کال یو رپوټ ښيي چې د امریکا پاټریاټ هوايي دفاعي سیسټم یو خورا پرمختللی نظام دی، چې هر یو توغندی یې تر درې میلیونو ډالرو پورې ارزښت لري.
په ۱۹۸۰ مو کلونو کې له چمتو کېدو وروسته تر اوسه نژدې یو درځن هېوادونو دا نظام اخیستی او د سعودي عرب، ځینو اروپايي هېوادونو په ګډون یې د ارام سمندر شاوخوا ځینې هېوادونه هم کاروي.
په دې نظام کې د توغندیو توغولو نظام، یو راډار او د کنټرول او قوماندې مرکزي سیسټم شامل دي. د دې نظام لېږد، ځای پر ځای کول او ترمیم د یو شمېر ځانګړو ګاډو او ماهرینو یوې لوې ډلې ته اړتیا لري.










