روسیه او اوکرایین: د روسیې او ایران د اړیکو پیاوړتیا نوي خطرونه څه دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
څو کاله ایران ته د روسیې د هوايي دفاعي سیستم ورکولو په اړه لانجه په نړیوالو رسنیو کې د سر ټکي وو.
د اکسټر يپوهنتون د ستراتیژۍ او امنیت انستیتیوت جنتن مارکس لیکي، اوس وسلو تر ډېره بل تګلوری غوره کړی دی.
مسکو له ایران نه ترلاسه شوې بې پیلوټه الوتکې کاروي چې د اوکراییني وګړو زړونو کې یې لویه وېره خپره کړې ده او په دې هېواد کې یې د برېښنا د تولید فابریکه په نښه کړې ده.
په اوکرایین کې د روسیې ښکېلتیا مسکو دې ته اړ کړ چې بالاخره تهران ته د مرستې لاس اوږد کړي او دقیقې هدف ویشتونکې وسلې ترې واخلي.
ځینې وخت روسانو په اوکرایین کې سمندري او د هوايي دفاع توغندي هم توغولي دي.
له ایران نه روسیې ته د هوايي لېږد الوتکې څارل کېږي.
د امریکايي سرچینو په حواله ځینې رپوټونه وايي، چې د ایران د انقلابي ګارډ روزونکي کریمیا کې د روسیې اډو ته لېږدول شوي چې ایران ورکړل سیستم روسانو ته وروښيي.
د ایران شاهد ۱۳۱ او شاهد ۱۳۶ ډوله بې پیلوټه راغورځول شویو (کامېکازې) الوتکو شننه شوې ده.
ایران خپل وسلتون کې د پراخې ویجاړۍ وسلې لري. داسې وېر شته چې ښايي روسیې ته ژر د ایران خطرناکې وسلې هم ورسېږي.
نوې اندېښنې

د عکس سرچینه، Reuters
د مسکو او تهران ترمنځ د ژورو اړیکو نورې پایلې څه کېدای شي؟ ښايي داسې نښې هم وي چې د نړیوالې ټولنې او تهران ترمنځ د مړژواندې اټومي هوکړې پر راتلونکو ګامونو هم له سره غور وشي.
ښکاره ده چې روسیه او ایران ملګرو ته اړتیا لري او دواړه اوس له نړیوالې ټولنې د ګوښه کېدو پر لوري روان دي.
روسیه پر اوکرایین د یرغل له کبله له اقتصادي بندیزونو سره مخامخ ده او دا جګړه مسکو ته ډېره قېمتي تمامه شوه.
د ایران نظام د اتومي پروګرام او بشر حقونو له امله له بندیزونو سره مخامخ دی او اوس په کور د ننه هم خلک ترې پکو شوي دي.
پر چین سربېره، دواړه هېوادونه [ایران او روسیه] د لویو دیکتاتوري هېوادونو یوه کوچنۍ ټولګه ده، چې نه یوازې خپلو سیمه ییزو ستراتیژیکو اهدافو ته د رسېدو هڅه کوي، بلکې په پراخه کچه هم د امریکا د نفوذ د مخنیوي فعالیتونه هم کوي.
پر ایران د لوېدیځ بندیزونه په کور د ننه د لاریونیانو د ځپلو له کبله دي.
اوس بریتانیا او فرانسه روسیې ته د ایراني وسلو استول د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۵ کال د اتومي هوکړې په درشل کې له ۲۲۳۱ پرېکړه لیک سرغړونه ګڼي.
یادښت: جنتن مارکس د بي بي سي د دفاعي او دیپلوماتیکو چارو پخوانی خبریال دی او اوس د اکسټر پوهنتون سټراټیژۍ او امنیت مرکز افتخاري استاد دی.










