تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ۲۰۲۲ کال بشر حقونو جایزه مهسا امیني او ایراني احتجاج کوونکو ته ورکړل شوه
فرانسې او جرمني د ۲۰۲۲ کال د بشر حقونو او قانون د حاکمیت جایزه مهسا امیني او د ایران هغو خلکو په نامه کړه چې د بشر حقونو او ازادۍ لپاره مبارزه کوي.
دا جایزه هر کال د دغو دوو هېوادونو له خوا په ګډه هغه چاته ورکول کېږي چې بشر حقونو لپاره مبارزه کوي او دې لار کې قرباني ورکړې وي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې الینا بربوک د دغې جایزې د ورکړې په اړه ویلي:"مونږ د المان بشر حقونو جایزې په ورکړې سره غواړو د مهسا امیني او د ایران د خلکو د زړورتیا درناوی وکړو، مونږ له خپلو فرانسوي ملګرو سره یو ځای د ایران د زړورو نارینه وو او ښځو تر څنګ ولاړ یو."
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیرې کاترین کولونا هم په یوه پیغام کې ویلي، دا جایزه د ماشومانو په ګډون هغو لسګونه کسانو په یاد ورکول کېږي چې د ایران احتجاجونو کې وژل شوي او اعدام شوي دي.
جرمني او فرانسه داسې حال کې د ۲۰۲۲ کال بشر حقونو جایزه د ایران احتجاج کوونکو په نامه کوي، چې تېره پنج شنبه یې د قضایه قوې د حکم له مخې یو احتجاج کوونکی له نیول کېدو وروسته اعدام شو.
د قضایه قوې د دغې پرېکړې پر ضد ایرانیانو احتجاجونه کړي او د محکمې دغه پرېکړه یې غیر عادلانه بللې. د دوی په وینا، د ښاغلي شکاري محکمه د نوموړي له وکیل پرته ترسره شوې.
خو د ایران قضایه قوې د دغه حکم د صادرولو دفاع کړې. او دا پرېکړه یې پر ځای بللې ده.
د قضایه قوې ویاند مسعود ستایشي دولتي تلویزیون ته خبرو کې ویلي:" د قضیې په لومړي پړاو کې ښاغلي شکاري یو تسخیري وکیل درلود خو د وکیل د نیولو غوښتنه یې کړې وه، چې محکمې ورسره ومنله او وخت یې ورکړ، خو نوموړي دا کار و نه کړ او بلاخره یې موقتي وکیل ومانه او د یاد وکیل تر وکالت لاندې یې خپلې دفاع ته دوام ورکړ."
ښاغلي ستایشي د محکمې د ترسره کېدو په اړه د وضاحت په ترڅ کې ویلي:" محکمه کې محسن شکاري پر خپل جرم اعتراف کړی او دا یې منلې چې د سړو وسلو په کارولو یې امنیتي ساتونکی ټپي کړی، د ښار کوڅې یې بندې کړي او عامه نظم یې ګډوډ کړی."
د ایران د قضایه قوې دغه ویاند د شکاري د قضیې په اړه همدا راز ویلي، د انقلاب محکمه کې قضیې ته د رسیدګۍ پړاو، او په ستره محکمه کې د استیناف پړاو کې د قاضیانو په شتون کې د قضیې ټول اړخونه څېړل شوي او په پایله کې پرې لګېدلي تورونه ثابت شوي دي.
د ایران قضایه قوې محسن شکاري د اعدام د حکم له صادرولو وروسته تېره پنج شنبه اعدام کړ او مړی یې یوه ورځ وروسته د سختو امنیتي تدابیرو او د کورنۍ څو محدوده غړو په شتون کې خاورو ته وسپارل شو.
محسن شکاري لومړی کس و چې د ایرن احتجاجونو کې له نیول کېدو وروسته اعدام شو.
د نوموړي له اعدام وروسته ایران کې احتجاجونو زور اخیستی، امریکا، کاناډا، اتریش، جرمني، او اروپايي ټولنې د دغه ایراني لاریون کوونکي اعدام "وحشي عمل" یاد کړی دی او غندلی یې دی.
د یران پر قضایه قوې نیوکې وې چې د ښاغلي شکاري په قضیه کې محکمو عدالت په پام کې نه دی نیولی او له وکیل پرته یې هغه ته سزا ورکړې.
د ایران بشري حقونو سازمان هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو د محسن شکاري اعدام غندلی و او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي و چې د احتجاج کوونکو د اعدام د مخنیوي لپاره دې ژر تر ژره ګام پورته کړي.
د فرانسې خبري اژانس تېره ورځ خبر ورکړی و چې د المان بهرنیو چارو وزارت په برلین کې د ایران سفیر احضار کړی دی.
که څه هم د المان بهرنیو چارو وزارت په دې اړه جزیات نه و ورکړي خو د خبر پر بنسټ، د ایران سفیر د محسن شکاري د اعدام په غبرګون کې هلته ورغوښتل شوی و.