تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د محسن شکاري د اعدام پر سر المان د ایران سفیر احضار کړی؛ دغه ځوان نن خاورو ته سپارل شوی
د فرانسې خبري اژانس د خبر له مخې د المان بهرنیو چارو وزارت په برلین کې د ایران سفیر احضار کړی دی.
که څه هم د المان بهرنیو چارو وزارت په دې اړه جزیات نه دي ورکړي خو د خبر پر بنسټ، د ایران سفیر د محسن شکاري د اعدام په غبرګون کې هلته ورغوښتل شوی.
تر دې مخکې د المان بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک هم پرخپل ټوېټر د دغه اعتراض کوونکي اعدام غندلی او "نا انساني" چلند یې بللی و. همدا راز یې ویلي وو چې په اعدام ګواښل به د ایران د ازادي غوښتونکو غږ "غلی نه شي کړای."
۲۳ کلن محسن شکاري د اعتراض کوونکو له ډلې لومړی کس دی چې پرون پنجشنبه د ایران رژيم اعدام کړ.
"د محسن شکاري مړی خاورو ته وسپارل شو"
یو ټوېټر اکاونټ، چې په ایران کې روانو اعتراضونو ته پوښښ ورکوي وايي، د هغه مړی نن په تهران کې د سختو امنیتي تدبیرونو په ترڅ کې خاورو ته سپارل شوی دی.
د ۱۵ سوه تصویرونو په نوم دغه ټوېټر لیکلي، د هغه مړی په دې شرط بهشت زهرا هدیره کې خاورو ته وسپارل شو چې دا خبر به نه رسنیز کېږي او د کورنۍ یو څو غړي به یې په جنازه کې ګډون کوي.
د مالوماتو له مخې په دغو مراسمو کې د امنیتي کسانو شمېر ډېر و.
د هغه د اعدام په اعتراض کې پر ایران سربېره په پاریس، برلین او ټونټو کې هم اعتراضونه شوي دي.
تېره شپه د سویډن په سټاکلم کې هم د ایران سفارت په مخ کې په دې اړه خلک ورټول شوي وو او د محسن شکاري د اعدام له کبله یې د ایران حکومت په خلاف شعارونه ورکول.
د ۹ هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو ایرانیو ښځو ته ازاد انټرنټ غوښتی
د امریکا په ګډون د اتو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو په ایران کې د روانو اعتراضونو په ملاتړ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې هلته له ښځو او نجونو اعتراض کوونکو سره د تاوتریخوالي چلند مخنيوي کې ګامونه پورته کړي.
د امریکا، کاناډا، بریتانیا، ایسلنډ، چیلي، نیوزيلنډ، جنوبي کوریا، سویډن او اسټرالیا پرون پنجشبه په یوه اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې ایرانیو ښځو ته د داسې زمینې په برابرولو کې مرسته وکړي چې په ازاد ډول انټرنټ ته لاس رسی ولري.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن پر ټوېټرپاڼه دغه خبرپاڼه خپره کړې او لیکلي یې دي، "ایرانۍ ښځې او نجونې په مېړانې سره اعتراض کوي خو ایراني چارواکي هغوی سره تاوتریخوالی کوي او غواړي غږ یې غلی کړي"
په ایران کې انټرنټ ته د خلکو لاس رسی د اعتراضونو له پیل راهیسې محدود شوی دی او خلک له بېلا بېلو لارو د اعتراضونو خبرونه تر نړیوالو او خواله رسنیو رسوي.
دا لاریونونه وروسته له هغې پیل شول چې ۲۲ کلنه ایرانۍ مهسا امیني له نیول کېدو وروسته د ایران د امر بالمعروف پولیسو په بند کې مړه شوه.
محسن شکاري د تېرې سپتمبر پر ۲۵ نېټه د احتجاجونو پر مهال نیول شوی و او پرون پنجشنبه د ایران عدلیې وزارت د هغه د اعدام خبر ورکړ.
عدلیې وزارت همدا راز وویل چې هغه د ستار خان کوڅې په بندولو، بلوا جوړولو، د خلکو د امنیت ګواښلو او د وژنې او ترهګرۍ په نیت پر خلکو د وسلې په راویستلو تورن او نیول شوی و.
یاد وزارت همدا راز ویلي، د تورن کس د محکمې لومړۍ غونډه د نومبر پر لسمه نېټه وشوه چې په خپل جرم یې اعتراف وکړ.
د ایران اسلامي دولت محاکمو تر اوسه د یو شمېر نورو نیول شویو لاریونیانو لپاره هم د مرګ سزا اورولې خو دا لومړۍ سزا ده چې عملي کېږي.