جیوټي بټ هغه عکاس چې د هند د کلیوالو سیمو ژوند یې انځور کړی

Child with traditional wall painting on the exterior of a house in Gujarat

د عکس سرچینه، Jyoti Bhatt

د عکس تشریح، په ۱۹۸۵ کې يوه ګوجراۍ نجلي پر دېوال د دويزې نقاشۍ سره ولاړه ده

جیوټي بټ په ۱۹۴۷زېږدیز کال کې د هند له خپلواکۍ وروسته د هنرونو د پوهنځي د لومړنیو زده کونکو له ډلې و.

بټ چې ۱۹۳۴ کې د هند په لوېدیځ ایالت ګجرات کې زيږېدلی د هند د لېرې پرتو کلیوالو سیمو کولتوري ژوند یې مستند کړی، او د هغو دودونو او رواجونو چې د لمنځه تللو له ګواښ سره مخ وو پر خپله کامره یې خوندي کړل.

نوموړی د عکاسۍ زده کړو لپاره امریکا او اروپا ته لاړ او له ستنېدو سره په سویلي اسیا کې یو له پرمختللو او نوي ډول عکاسۍ نامتو عکاس وبلل شو.

هغه ته په ۲۰۱۹ کې د هند تر ټولو لوړه ملکي دولتي جایزه پدماشري ورکړل شوه.

د ده اثار لندن او نیویارک کې په اوڅارو موزیمونو کې نندارې ته اېښودل شوي.

د ښاغلي بټ د عکاسۍ تر ټولو لوی نندارتون به راتلونکی کال د هند په سویلي ښار بنګلور کې په بیا بیا، "ټایم اینډ ټایم اګین" تر سرلیک لاندې په نوي جوړ شوي اېم اې پي نومې موزیم کې پرانیستل شي.

دلته یې ځېنې انځورونه لیدلی شئ.

This photograph of Haryanvi women creating a Sanjhi mural painting, was made in the year 1977,

د عکس سرچینه، Jyoti Bhatt

د عکس تشریح، په ۱۹۷۷ کې د هند شمالي ایالت هریاڼا کې پر دیوالونو د مېرمنو له لوري انځورګرۍ چې په دودیز ډول دا کټوبر او سپتمبر میاشتو ترمنځ د دغه بڼې دیوال نقاشۍ نندارو ته تیارېږي.
Wall painting showing odiya motifs, 1987

د عکس سرچینه، Jyoti Bhatt

A woman from the Meena community decorating a bullock for the Govardhan festival (Rajasthan), 1969

د عکس سرچینه، Jyoti Bhatt

د عکس تشریح، په ۱۹۶۹کال کې په شمالي راجستان کې یوه مېرمن دودیزو دستورو ته د خپل کاله غوايي سینګاروي.
A woman guarding a Mandana painting (Rajasthan), 1986–1987

د عکس سرچینه، Jyoti Bhatt

د عکس تشریح، په ۱۹۸۶ کې یوه راجستانۍ مېرمن د دودیزې نقاشۍ څوکۍ ته ملاسته ده.
A woman from Mithila working on the initial stages of a mural of the goddess Durga, 1977

د عکس سرچینه، Jyoti Bhatt

د عکس تشریح، په ۱۹۷۷ کې د هند بېهار کې دا مېرمن په یوه عبادت ځای کې د دوی د باور له مخې د خپلې خدایګوټې پر نقاشۍ کار کوي.
Presentational white space
Rajasthan artist

د عکس سرچینه، JYOTI BHATT

د عکس تشریح، په ۱۹۶۹ کال کې د راجستان یوه هنرواله له خپلې نقاشۍ سره.
Mother and child in Gujarat

د عکس سرچینه، Jyoti Bhatt

د عکس تشریح، په ۱۹۸۷ کې یوه ګجراتۍ مور له خپل زوی سره د دیوالي دودیزې نقاشۍ په خوا کې. ورسره د جوارو د اوړو اغږلو او سیمه ایزې کروندګرۍ وسیلې لیدل کېږي څه چې پر دیوال هم انځور شوي او د دغه سیمې د دودونو نښې دي.
Presentational white space