یوه افغان انځورګر ولې خپل وطن پرېښود؟

- Author, نورګل شفق
- دنده, بي بي سي
له افغانستانه لا هم د لوستو کسانو او کدرونو د وتلو لړۍ دوام لري. دوی اروپايي او د سيمې نورو هېوادونو ته د ښه ژوند په لټه کډه کوي. په دې وروستيو کې یو وتلی افغان انځورګر عبدالرحمان ومان نیازی هم له کابله په همدې موخه هند ته کډه شوی.
دی وايي په افغانستان کې هنر او هنرمندانو ته هغسې چې په کار ده، پام نه کېږي. ښاغلی ومان هیله من دی چې په هند کې به يې هنر بازار پېدا کړي او خپلې کورنۍ ته به ښه ژوند برابر کړي.
نورګل شفق د هند په پلازمېنه ډيلي کې د ومان نیازي کور ته ورغلی او خواله يې ورسره کړې ده.
عبدالرحمن ومان نیازی افغان انځورګر دی چې د پلالې انځورګري کوي.
دا ډول انځورګري د غنمو له درګو یا دروزو رغېږي. ومان نیازی ترې ميناتوري، د وتلو شخصيتونو څېرې او نورې منظرې جوړوي.
ښاغلی نیازی وايي د ژوند څلوېښت کاله يې په افغانستان کې په دې تمه تېر کړل چې حالات به ښه شي خو تمه يې پرې شوه:


"بله هيڅ لار نه وه راپاتې. څلوېښت کاله عمر په دې کې رانه تېر شو چې نن به حالات ښه کېږي، سبا به ښه کېږي. خو یو وخت مې پام شو چې د ژوند یو داسې عمر مې له لاسه ورکړی چې ډېر څه مې پکې کولای شول."
حالاتو د ومان نیازي زړه نری کړ، هماغه و چې له کورنۍ سره کډن هند ته لاړ.
ومان وايي، وطن له مور او پلاره خوږ دی ځکه يې پرېښودل ورته سخت وو. خو له خپل بچي بېلېدل د ښاغلي نیازي مور او پلار ته لا ډېر سخت وو. دی وايي چې مور پلار يې د ده د بېلتون له درده د هغه سترګو ته نه ورکتل:
"کله مې چې هند ته د تګ خبرې پېل شوې نو مور او پلار مې سترګو ته نه راکتل. اوس هم چې کله په ټلېفون سره غږيږو نو راته ژاړي".

ومان نیازی اوس د هند په پلازمېنه ډيلي کې اوسېږي. دی که یو خوا ناامنۍ دې ته اړ کړ چې خپل وطن پرېږدي نو یو بل لامل يې دا و چې وايي، په افغانستان کې د هنرمند او د هغوی هنر ته ځانګړی پام نه کېږي. دی له حکومت او افغان ټولنې دواړو ګيله من ښکاري. له حکومته په دې چې د هنرمندانو د ژوند د وضعیت ښه کولو او د هغوی د لاسنيوي لپاره يې د پام وړ څه نه دي کړي او له ټولنې په دې چې څوک د یوه انځورګر تابلو په بیه نه اخلي:
"یو انځورګر پر یوه تابلو میاشت-دوه میاشتې کار کوي، د ګټې وټې بله لار نه لري خو په نندارتونونو کې يې یوازې د هنر ستاینه کېږي مګر څوک دې ته نه دي حاضر چې پر تابلو يې پېسې ورکړي. یوازې له ستایلو خو څه نه جوړېږي".
په کابل کې هم د ښاغلي ومان د انځورګرۍ څو نندارتونونه جوړ شول. ګڼ نندارچیان يې نندارې ته ورغلل خو هيچا یوه تابلو هم وانه خیستله.
ستونزه دا ده چې په افغانستان کې لا هم دا دود نه دی عام چې څوک دې په بیه هنري تابلوګانې واخلي او خپلې حجرې او کوټې پرې ښایسته کړي. په داسې حال کې چې په نوره نړۍ کې د ځينو انځورګرانو هنري نقاشۍ په میليونونو ډالره پلورل کېږي.
ومان نیازی وايي، په دې موخه هند ته کډه شوی چې خلک يې هنرمند او د هنر په قدر پوه دي.
"د هند خلک ډېر هنرمند خلک دي. له هنر سره مينه لري او که یو څوک وغواړي نو په دې ټولنه کې ډېر نوي څه هم زده کولای شي او خپل اثار هم خرڅولای شي. هند ته د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو سېلانیان راځي او د انځورګرانو تابلوګانې په ښه بیه اخلي."


اوس پوښتنه دا ده چې هندیان به ولې د یوه افغان انځورګر تابلوګانې اخلي؟ هنر تر پولو نه دی محدود او که د ومان نیازي په انځورونو کې هندیان هم خپل کلتور او رنګ موندلی شي؟
ښاغلی نیازی د دې په ځواب کې وايي چې د انځورګرۍ سبک یې تر نورو مختلف دی او ځینې داسې تابلوګانې هم لري چې یوازې تر افغانستانه نشي محدودېدلی. دی وايي د افغان او هند ټولنې تر منځ د فرهنګي مشترکاتو شته والی بل هغه لامل دی چې د هندیانو به د ده هنر خوښ شي.
د ومان نیازي په لاس د جوړو شويو تابلوګانو تر منځ د تاوتريخوالي ضد فلسفې د هندي سرلاري مهاتما ګاندي، د اوسني لومړي وزیر نرېندرا موډي، د سکانو د مذهبي مشر ګورو نانک او د هندي نقاشې کلپنا انځورونه هم شته.
ښاغلی ومان اوس په دې تمه په هند کې د کډوالۍ شپې ورځې سبا کوي چې د پلالې انځورګري به يې بازار پېدا کړي او په ډيلي کې به د خپل هنر له برکته خپلې کورنۍ او ځان ته ښه ژوند برابر کړای شي.

د ومان نیازي په لاس یو انځور











