تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
جیوټي بټ هغه عکاس چې د هند د کلیوالو سیمو ژوند یې انځور کړی
جیوټي بټ په ۱۹۴۷زېږدیز کال کې د هند له خپلواکۍ وروسته د هنرونو د پوهنځي د لومړنیو زده کونکو له ډلې و.
بټ چې ۱۹۳۴ کې د هند په لوېدیځ ایالت ګجرات کې زيږېدلی د هند د لېرې پرتو کلیوالو سیمو کولتوري ژوند یې مستند کړی، او د هغو دودونو او رواجونو چې د لمنځه تللو له ګواښ سره مخ وو پر خپله کامره یې خوندي کړل.
نوموړی د عکاسۍ زده کړو لپاره امریکا او اروپا ته لاړ او له ستنېدو سره په سویلي اسیا کې یو له پرمختللو او نوي ډول عکاسۍ نامتو عکاس وبلل شو.
هغه ته په ۲۰۱۹ کې د هند تر ټولو لوړه ملکي دولتي جایزه پدماشري ورکړل شوه.
د ده اثار لندن او نیویارک کې په اوڅارو موزیمونو کې نندارې ته اېښودل شوي.
د ښاغلي بټ د عکاسۍ تر ټولو لوی نندارتون به راتلونکی کال د هند په سویلي ښار بنګلور کې په بیا بیا، "ټایم اینډ ټایم اګین" تر سرلیک لاندې په نوي جوړ شوي اېم اې پي نومې موزیم کې پرانیستل شي.
دلته یې ځېنې انځورونه لیدلی شئ.