تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هغه افغان ساینس پوه چې د غالب او میر شاعري یې تر لوېدیځه ورسوله
- Author, ثقلین امام
- دنده, بي بي سي اردو لندن
څو لسیزې وړاندې افغان ساینسپوه داسې وریجې چمتو کړې چې په یوه دقیقه کې پخېږي. دې ایجاد دا افغان سړی میلیونر کړ او د خپلو پیسو نیمايي برخه یې د هندي کلاسیک شاعرانو مرزا اسدالله خان غالب او میر تقي میر د شعرونو انګلیسي ژباړې ته ځانګړې کړه.
وروسته جرمن مستشرقې ډاکټرې این میري شمل د دې شاعرانو دیوانونه انګلیسي انګلیسي ته وژباړل.
څېړونکی جان کي بېډن کاږي، چې دغه افغان ساینسپوه چې عطاالله اوزی درانی نومېده، په ۲۳ کلنۍ کې د پټرو کیمسټرۍ برخه کې د لوړو زده کړو لپاره امریکا ته تللی. نوموړی وايي، ښاغلي اوزي نه خو په ژوند ډاکټره میري شمل ولیده او نه هم څوک ویلای شي چې د غالب یا میر د شاعرۍ پر مفهوم پوهیده او که نه.
عطاالله اوزی له ننه څه باندې یوه پېړۍ مخکې ( ۱۸۹۷) کال کې د افغانستان هرات کې وزېږېد.
د لوړو زده کړو لپاره د هند علیګړ پوهنتون ته او وروسته امریکا ته ورسېد. اوزي غوښتل د نفتو صنعت کې د کار لپاره زده کړې وکړي، خو بخت او تقدیر ښايي بل منزل ورته ټاکلی و.
یوه ورځ یې امریکایي ملګری ډاکټر هربرټ بیکر مېلمه کړ، چې وروسته د امریکا کېن کمپنۍ مشرتابه ته ورسېد. ډاکټر بیکر د اوزي کره د پخو شویو وریجو ستاینه وکړه او مشوره یې ورکړه چې امریکا کې باید دغه ډول وریجې په سوداګریزه کچه تولید شي.
عطاالله اوزي - دراني دغه مشوره خوښه شوه او په دې برخه کې یې څېړنه پیل کړه، وریجې یې وکرلې، بېلا بېلې تجربې یې وکړې او له لس کاله څېړنو وروسته هغه هدف ته ورسېد چې پیټرو کیمسټري یې ورته پرې ایښې وه.
۱۹۳۹ کال کې نوموړي نه یوازې د وریجو یو داسې ډول چمتو کړ، بلکې داسې یو سفري نغری یې هم چمتو کړ، چې په یوه دقیقه وخت کې یې دغه ډول وریجې پخولې.
کال وروسته اوزی د وریجو له یوې کڅوړې او خپل ایجاد کړي نغري سره د امریکا په نیویارک کې د جنرل فوډز یا خوراکي توکو شرکت دفتر ته ورغی.
د شرکت یوه چارواکي کلیرنس فرانسس ته یې حال تېر کړ، چې په یوه دقیقه کې وریجې پخولای شي. هغه مهال شرکت په یوه دقیقه کې د ساګو دانې چمتو کولو پروژه پیل کړې وه.
دا مهال نو عطاالله اوزی - درانی د یوه ساینسپوه په توګه مشهور شوی و. د شرکت چارواکو یې خبره واوریده، بلکې د تجربې لیدو ته یې کېناستل. کله چې نوموړي رښتیا په یوه دقیقه کې وریجې پخې کړې، د شرکت چارواکي هک حیران شول او سملاسي یې ورسره قرارداد لاسلیک کړ.
عطاالله د رایلټي یا حقونو له هوکړې سره له دفتره ووت او له هغه وروسته یې نغری او وریجې داسې پلورل کېدې، چې ویل کېږي په امریکا کې د وریجو قحطي ورسره پیل شوه.
پیل کې ګومان کېده چې دغه وریجې به یوازې کورونو کې خوړل کېږي، خو ژر یې یو نوی بازار هم وموند.
جنرل فوډز د امریکا پوځ ته د دغو وریجو پلور پیل کړ او ډېر ژر وریجې او نغری یې نژدې د هغه هر پوځي د تجهیزاتو یوه برخه شول چې د دویمې نړیوالې جګړې په لړ کې د نړۍ بېلا بېلو سیمو کې په جګړه بوخت وو.
دې سره جنرل فوډ هم ډېر عاید تر لاسه کړ او عطاالله اوزی- درانی هم میلیونر شو. پیسو هم د نوموړي خوی بدل نه کړ او د لیک- لوست او لوستو خلکو محفلونو عادت یې د مخکې په څېر پاتې شو. ۱۹۲۰ مو کلونو کې یې یو هندی مسلمان ملګری شو، چې سید حسین نوميده.
سید حسین هغه مهال امریکا کې د هند خپلواکۍ کمپاین کې فعالیت کاوه، چې بیا وروسته په مصر کې د هند د سفیر په توګه وګومارل شو.
ځینې څېړونکي وايي، د عطاالله دراني او سید حسین د دوستۍ یوه وجه د شعر او شاعري ګډ ذوق و، ځینې بلاګران بیا لیکي چې عطاالله د همدې سید حسین له کبله د میر او غالب شعرونو سره مینه پیدا کړه.
په هر حال، وجه یې که هر څه وه، خو دواړه خواږه ملګري وو. سید حسین د هند خپلواکۍ تحریک مشر موهنداس کرم چند ګاندي د فکر تېر اغېز لاندې و.
هندی خبریال او لیکوال سعید نقوي په خپل کتاب کې لیکي چې سید حسین د هند خپلواکۍ خوځښت یوه بل مشر جواهرلال نهرو پر خور لکشمي پنډت مین و، خو د هندوانو او مسلمانو د ورورګلوۍ له شعارونو سره هم دوی د واده کولو اجازه و نه مونده.
یو بلاګر دانش خان لیکي، ۱۹۴۹ کال کې (میامي ډيلي) نومې ورځپاڼې د دغه عشق کیسه داسې ولیکله:
''له هغه څو اونۍ مخکې چې لکشمي پنډت د امریکا لپاره د هند سفیره وټاکل شوه، سید حسین د (قاهرې) مشهور شېپرډ هوټل د ګوټ په یوه خونه کې مړ وموندل شو، نژدې ملګرو یې ادعا کوله چې په مات زړه د مرګ غېږ ته تللی. ''
ویل کېږي چې د سید حسین او وجې لکشمي پنډت تر منځ زورور عشق و.
ځینو ورځپاڼو نوموړی له رابندر نات ټګوره وروسته د هند تر ټولو لوی عالم سړی باله او پر مرګ یې د نورو دوستانو په څېر عطاالله اوزی - درانی هم سخت خواشینی و.
۱۹۶۴ کال کې درانی ناروغ شو او له خپل لس لکه ډالره میراثه یې له نیمايي ډېر د سید حسین یادګاري ټولنې په نامه وبښل چې د ۱۹ پېړۍ اوږدو کې د اردو ژبې دوو مشهورو شاعرانو مرزا اسدالله خان غالب او میر تقي میر شعرونه انګلیسي ژبې ته وژباړل شي.
عطاالله له یوې امریکايۍ ښځې سره واده کړی و او یوه لور یې هم درلوده، خو واده یې ډېره موده پاتې نه شو.
عطاالله دراني خپل شخصي کتابتون له ۳۰ زره ډالرو سره لوزیانا پوهنتون ته ډالۍ کړ چې د وریجو په هکله څېړنه وشي. نوموړي دغه راز درې سوه زره ډالر خپلې مخکینۍ مېرمنې لویزا ایبز هریسن او خپلې لور ته پرېښوول.
ویل کېږي، عطاالله دراني ۱۹۵۰ کلونو کې هغه مهال د هند علیګړ پوهنتون ته هم یو لک روپۍ د میر او غالب د ژباړې لپاره ورکړې وې، چې ډاکټر ذاکر حسین یې مشر و، خو له څو کلونو وروسته هم دې لړ کې کوم پرمختګ و نه شو.
د نوموړي له مړینې وروسته د وصیت په تړاو د هغه امریکايي وکیلانو ویلي وو، ''زموږ فارسي ډېره ښه نه ده '' یوه وکیل یې ویل، ''دغو کسانو د فارسي ژبې شاعري کوله یا ښايي کومه بله داسې ژبه وه، چې ۱۹ پېړۍ کې هندیانو ویله. ''
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ۱۹۶۴ کال جون پر ۱۹ مه د دراني د وصیت په تړاو د نوموړي د وکیلانو له قوله ولیکل چې دوی نیویارک کې د هند کونسلګرۍ ته په دې تړاو ولیکل، نو له هغه ځایه یې ځواب وموند چې ' 'دغه موضوع باید تاسې له پاکستانیانو معلومه کړئ. ' '
ورځپاڼه وايي، ''له یو څه څېړنې وروسته کونسلګرۍ چارواکو وویل، د غالب شاعري د عشق، فلسفې او مینې په تړاو وه، خو د میر شعر مذهبي رنګ درلود چې د اسلام شیعه فرقې امتزاج پکې څرګند و. ''
په کولمبیا پوهنتون کې د ایران پېژندنې څانګې یوه پروفیسر ډاکټر احسان یار شاطر د دراني وکیلانو ته ویلي وو، چې ''دې دواړو شاعرانو د اوسني پاکستان لوري ته ژوند کړی و. د فارسي ادب پراخ شالید ته په کتو سره دا دواړه ډېر مهم شاعران نه وو، خو د پاکستان لپاره دواړه ډېر مهم دي. ''
نیویارک ټایمز کاږي:
''ډاکټر شاطر ویلي وو، د غالب شاعري د میر پرتله ډېره مشهوره ده، دوی دواړو اردو او فارسي شاعري کوله او اردو له فارسي اغېزمنه هندۍ ژبه ده. ''
ورځپاڼه هغه وخت لیکي چې په نیویارک کتابتون کې د دواړو شاعرانو په تړاو دوه - دوه کتابونه ایښي دي.
ورځپاڼې د غالب په تړاو لیکلي چې لاهور کې یې یوه ټولګه په ۱۹۲۸ کال چاپ شوې، چې میني ایچر انځورګري پرې شوې او د ( ۱۹ پېړۍ برتانوي انځورګرو) روسیټي یا برن جونز اغېز پرې ښکاري.
د میر تقي میر په تړاو کاږي چې (کتابتون) کې یې یوه پنډه ټولګه ایښې او په انګلیسي ورسره لیکلي:
the whole of his numerous and celebrated composition in the Ordoo, or polished language of Hindoostan
پر دغه ټوک د دې تر څنګ ۱۸۱۱ کلکته هم لیکل شوي.
له دې ټولو نه کوچني کتاب کې د میر د شعرونو فرانسوي ژباړه وه، چې د (بدو شاعرانو لپاره نصیحت) پرې لیکل شوي وو.
د دې موضوع همدا وه، چې وايي:
''کله چې احمقان شعر وايي، نه یوازې د خلکو له لعنت، ملامت سره مخامخ کېږي، بلکې تاوتریخوالی هم ویني. ''
د نیویارک ټایمز په خبره عطاالله اوزي دراني غوښتل د ملګري یاد یې تل پاتې شي.
د نیویارک ټایمز په رپوټ کې لولو، سید حسین په ۱۹۲۰ او ۱۹۳۰ مو کلونو کې نیویارک ته راتللو او هلته یې لکچرونه ورکول.
کله چې ۱۹۲۱ کال کې لومړی ځل امریکا ته لاړ، نو د اسلام د پیغمبر د اولاد په نامه خلکو ته وروپېژندل شو.
هغه مهال یوه جرمن مستشرقه این میري شمل مشهوره وه، چې د جرمن تر څنګ یې انګلیسي، ترکي، فارسي او اردو ژبې هم زده وې او د اسلام او تصوف په تړاو یې ژوره مطالعه درلوده.
نوموړې لومړی له فکري پلوه له مولانا جلال الدین رومي اغېزمنه وه او وروسته یې په فکري ډول علامه محمد اقبال ته هم تمایل وښود.
نوموړې دې لړ کې له ۱۹۵۰ وروسته پاکستان ته سفرونه وکړل او وروسته یې د امریکا هارورډ پوهنتون ته لار وموندله.
د هارورډ ګزټ یو رپوټ وايي، ۱۹۶۵ کال د مذهبونو تاریخ په نامه یوه کنفرانس کې د امریکا کالفورنیا ته تللې وه، چې هلته د هارورډ یوه پروفیسر ولفریډ کینویل سمت وپوښتله:
''د یوه دقیقه يي وریجو موسس د یوې ژباړې لپاره خورا ډېرې پېسې میراث پرې ایښې دي، ایا دې موضوع ته لیوالتیا لرئ؟ ''
ویل کېږي نوموړې پیل کې انکار وکړ، دلیل یې دا و چې د اردو ژبې ماهره نه ده، خو د پوهنتون مسئولانو وروسته پرې خپله خبره ومنله او نوموړې همالته د میر او غالب ژباړه پیل کړه.
۱۹۶۸ کال کې نوموړې د دریو اردو ژبو شاعرانو سودا، میر حسن او غالب د شعرونه یوه برخه انګلیسي ژباړه چاپ کړه او په سریزه کې یې وکښل:
''دغه ژباړه هارورډ پوهنتون خپره کړه او ژباړه برتانوي ختیځ پوه رالف رسل او خورشید الاسلام کړې وه. ''
ډاکټره شمل ۱۹۹۲ کې له دې پوهنتونه تقاعد شوه. نوموړې پر یو شمېر موضوعاتو داسې کتابونه ولیکل چې مسلمانو پوهانو هم په دومره تشریحي ډول نه وو لیکلي.
د امریکا او منځني ختیځ تر څنګ په خپل هېواد جرمني کې هم همدومره اهمیت ورکړل شو.
یو شمېر افتخاري دکتوراوې ورکړل شوې او ټولټال نژدې سل کتابونه یې ولیکل.
افغان محصل چې خپل سفر پیلاوه، ښايي ګومان یې نه وي کړی چې د خپل بریالیتوب او شعري ذوق پر مټ به د نړۍ له یوه مهم پوهنتونه د خپل وخت یوې مخکښې څېړونکې له لارې لویدیځوالو ته د غالب او میر شعرونه د خپل یوه ملګري د یادګار په توګه وړاندې کړي.
د عطاالله اوزي دراني، سید حسین او این میري شمل نومونه نه یوازې پر خپل ځای تلپاتې شول، بلکې د میر او غالب د شعرونو ژباړې له کبله په انګلیسي ژبه کې هم عام شول او د نړۍ بېلا بېلو کلتورونو تر منځ د اړیکي وسیله شول.
ډاکټرې شمل به د خپلې خوښې جرمن شاعر فریدریچ روکرت له قوله ویل:
''نړیواله شاعري د نړیوال تفاهم یو بل نوم دی. ''