افغانستان؛ یوناما پر ښځو د طالبانو پر وروستیو محدودیتونو 'ژوره اندېښنه' ښوولې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما په یوه بیان کې د طالب چارواکو پر هغو څرګندونو 'ژوره اندېښنه' ښودلې چې په دې وروستیو ورځو کې يې د ښځو د حقونو په تړاو کړې.

یوناما وايي، د پارکونو، ورزشي کلبونو یا جېمونو او حمامونو له کارولو د ښځو د منع کولو په تړاو د طالب چارواکو څرګندونو سخت اندېښمن کړي.

د یوناما په څرګندونو کې راغلي چې د ټولو افغانانو حقونه باید خوندي وي، په تېره بیا ښځې باید د عمومي ژوند ټولو بڼو او نجونې زده کړو ته لاسرسی ولري.

طالبانو په دې وروستیو کې په افغانستان کې د پارکونو له مسولانو وغوښتل چې ښځې دې نه ورپرېږدي.

تېره اونۍ د طالبانو د امر بالمعروف وزارت دا هم وویل چې ورزشي کلبونو او حمامونو ته يې هم د ښځو پر تګ بندیز لګولی.

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر بي بي سي ته وویل چې دا کومه نوې پرېکړه نه ده بلکې هماغه پارکونو نه د دوی له منع کولو سره یو ځای شوې ده.

د طالبانو دغې پرېکړې په افغانستان کې دننه او بهر غبرګونونه راپارولي وو.

د بښنې نړیوال سازمان پر نړیوالې ټولنې غږ کړی و چې د طالبانو حاکمیت کې دې د ښځو پر وړاندې پر روان پرلپسې کړاو او ځورونې سترګې نه پټوي.

د بښنې نړیوال سازمان ‌چې له عامه پارکونو او د سپورت له ځایونو يې د ښځو منع کول د طالبانو لخوا د ښځو پر حقونو بل ګوزار بللی و، د دغو پرېکړو د سم‌لاسي بېرته اخیستل کېدو غوښتنه يې کړې وه.

د بښنې نړیوال سازمان ‌په بیان کې ټینګار شوی و چې د طالبانو واکمنۍ کې د ښځو حقونه په منظمه او پرلپسې توګه تر برید لاندې دي او د ښځو د حقونو برخه کې د طالبانو هر ډول پرېکړې باید بېرته واخیستل شي.

طالبان وايي د ښځو حقونو ته ژمن دي، خو ټینګار یې دا دی چې د دوی له نظره د اسلامي شریعت په رڼا کې د روغتیا په څېر برخې پرته نژدې نورو ټولو دولتي ادارو کې ښځینه کارمنانې خپلو دندو ته د ورتګ اجازه نه لري. طالبان وايي تنخاوې یې ورکول کېږي.