"د طالبانو میراث د افغانستان ښځې د خپلو لومړنیو بشري حقونو څخه محرومې کړې دي"

انډېپنډېنټ:

بريتانيايۍ انډېپنډېنټ ورځپاڼې "د طالبانو ميراث په افغانستان کې د ښځو لومړني بشري حقونه تروړلي" تر سرليک لاندې يو مطلب خپور کړى او وايي روانه اونۍ افغانستان کې بيا سوچ او گومانونه وروسته له هغه پيل شول جنرال نيکولسن له طالبانو سره د سولې د پټو خبرو اترو يادونه وکړه، خو دا وينا ژر د طالبانو له لوري رد شوه.

ورځپاڼه وايي طالبان ظاهراً د هيروينو د توليد او قاچاق له لارې هر کال ميلياردونه ډالر گټي او ادعا لري چې غورځنگ يې د افغان ملت د غوښتنې استازيتوب کوي.

خو ورځپاڼه وايي د افغان مېرمنو سره کېدونکي چلند ته په پام سره د طالبانو دا ادعا ډېره رښتونې نه برېښي.

ليکواله برين سلطاني وايي، سږ کال يې تخار ته د سفر پرمهال د بې ځايه شويو وگړو دوو پنډغالو کې له ښځو سره کتلي چې په څرگنده پر طالبانو غوسه وې.

د ليکوالې په وينا، دوى د خپلو مېنو پرېښودو ته د اړ کېدو پړه پر طالبانو اچوله او ويل يې د دوى په کليو کې د هغوى حضور لامل شو چې په نښه شي.

ليکواله وايي، د خپل سفر پرمهال يې له ١٥٠ ښځو سره خبرې کړې او له نيمايي ډېرو يې وويل چې طالبان په زوره له دوى ډوډۍ وړي.

ليکواله زیاتوي، په ډېرى کليوالي سيمو کې ښځو لپاره د زدکړي زمينه نشته او دغو ښځو ورته ويلي چې د دوى په سيمو کې لا هم د نجونو پر زدکړو بنديز دى.

مطلب وايي، د نجونو ښوونځي هم سوځول شوي او د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې د يوۀ ښوونځي بېلگه راوړي چې له تېرو څلورو کلونو راهيسې تړلى دى.

خو طالبانو په تېر کې په خپلو څرگندونو کې ويلي چې د دوى د ولکې په سيمو کې نجونو ته ښوونځي ته د تگ اجازه شته.

ډان:

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د امريکا او پاکستان د اړيکو په تړاو يوه شننه خپره کړې او ويلي دي امريکا اوس هم پاکستان ته ډېره اړتيا لري.

مطلب وايي دا ځکه چې افغانستان ته د پوځي تجهيزاتو د لېږد تر ټولو لنده لاره پر پاکستان تېرېږي او پاکستان امريکايي الوتکو ته خپل هوايي حريم کې د الوتنې اجازه ورکوي؟

ليکوال وايي له بل لوري پاکستان بيا وسلو او نوې ټکنالوژۍ ته لاسرسي لپاره د امريکا مرستو ته اړ دى، خو د ليکوال په وينا امريکا ته د پاکستان اړتيا تر هغه ده چې په افغانستان کې يې سرتېري مېشت وي، له هغه وروسته به ښايي ورته اړتيا ونه لري.

هندوستان ټايمز:

هندوستان ټايمز ورځپاڼې د افغان کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر ستانکزي په وينا ليکلي چې له بنگله دېش سره شل اوريزې لوبې، د هند پر وړاندې ټېسټ لوبو لپاره له افغان لوبغاړو سره مرسته کوي.

اصغر ستانکزي ويلي هند سره ټېسټ لوبه دوى لپاره تاريخي هغه ده او ورته سترگې په لار دي.

د افغان لوبډلمشر په وينا، د بنګله دېش پر وړاندې لوبې، بنگلور کې د جون له ١٤ تر ١٨ نېټې کېدونکو سياليو لپاره افغان لوبغاړي چمتو کوي.