سوېلي کوریا کې د هالووین جشن پر مهال ټېل ماټېل؛ د وژل شویو شمېر ۱۵۳ ته رسېدلی
د سوېلي کوریا پلازمېنه سیول کې د یوه جشن پر مهال د خلکو ګڼې ګوڼې او ټېل ماټېل کې لږترلږه ۱۵۳ کسان وژل شوي او ۸۲ نور ټپیان دي.
چارواکي وايي دا پېښه اېتایوون سیمه کې د هالووین جشن لمانځلو پر مهال شوې چې زرګونو کسانو پکې ګډون کړی وو.
دا د کورونا وبا له محدودیتونو راوروسته لومړی ځل و چې سیول کې له ماسکونو پرته د هالووین جشن لمانځل کېده.
ځايي رسنیو لومړیو کې د ۵۹ کسانو د مړینې خبر ورکړی و خو دا شمېر وروسته لوړ شو.
د دې پېښې ډېری قربانیان ځوانان دي. چارواکو تایید کړې چې په وژل شویو کې ۲۰ بهرني وګړي دي.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د بریتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک، فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون، د کاناډا لومړي وزیر جسټن ترودیو او د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن به ګډون د نړۍ ځينو مشرانو پر دې پېښه خواشیني او د قربانیانو کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده.
د یو شمېر ټپيانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی.
تر اوسه دقیقآ مالومه نه ده چې دا پېښه څنګه رامنځته شوې، خو ځینو رپوټونو کې راغلي چې د جشن ګڼ شمېر ګډونوال یوه تنګه کوڅه کې پر یو بل ورپرېوتي او ټېل ماټېل کې تر پښو لاندې شوي دي.
د سویلي کوریا ولسمشر 'یون سوک یول' تر پېښې وروسته د سلاکارانو بېړنۍ ناستې رابللې او څېړنو لارښونه یې کړې ده.
یوه عیني شاهد رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د پېښې ځای ته نږدې یوه ودانۍ کې د مړو لپاره لنډمهاله ځای جوړ شوی او ګڼ شمېر جسدونه ورته راوړل شوي دي.

د عکس سرچینه، Reuters
هالووین چې مانا یې د سپېڅلو کسان د یاد شپه ده، په نږدې ګردو عیسوي مذهبه ټولنو کې هر کال د اکتوبر په وروستیو درې ورځو کې لمانځل کېږي.
د دغه جشن پر مهال په دودیز ډول پر قبرونو شمعې بلیږي، ځانګړي خواړه پخیږي، ځوانان له ډارونکو څېرو سره د خلکو کورونو ته ورځي، بدڅېره انځورونه ښکل کېږي او د شپې تیاره کې ویرونکې صحنې جوړیږي.
رپوټونه څه وايي
په رپوټونو کې راغلي چې د کورونا وبا له محدویتونو وروسته سیول کې د هالووین دغه لومړي جشن کې شاوخوا سل زره کسانو برخه اخیستې وه.
د شنبې ماښام مهال ځینو کسانو ان تر دې پېښې وړاندې د خواله رسنیو پیغامونو کې لیکلي وو د جشن ځای کې ګڼه ګوڼه دومره ډېره ده چې دوی پکې د خطر احساس کړی.
د بي بي سي 'هوسو لي' چې د پېښې ځای ته تللی وایي "د روغتیایي عملې غړي او ګڼ شمېر امبولانسونه یې لیدلي چې یو یو مړی یې لېږداوه."

د عکس سرچینه، Getty Images
د هغه په وینا د پېښې ځای کې زرګونه کسان وو او شاوخوا په سړکونو جسدونه پراته وو چې په څادرونو پوښل شوي وو.
د خواله رسنیو تصویرونو کې هم ښکاري چې یو شمېر ټپیان په بې سده حالت کې پراته دي او نور ورسره پر روغتیايي مرسته بوخت دي.
یوه ځايي خبریال ویلي په اېتایوون سیمه کې چې دا پېښه پکې شوې خلکو ته پر موبایل تلېفونونو لنډ لیکلي پیغامونه استول شوي او ترې غوښتل شوي چې ژر تر ژره خپلو کورونو ته ستانه شي.












