کربلا: د عاشورا مراسمو ټېل ماټېل کې ۳۱ کسان وژل شوي

کربلا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عراق په کربلا ښار کې د عاشورا ورځې مراسمو کې د ګډوډۍ او ټېل ماټېل پایله کې ۳۱ کسان وژل شوي او نژدې ۱۰۰ ټپیان دي. د رویټرز خبرې اژانس رپوټ کې د عراق عامې روغتیا چارواکو له قوله ویل شوي چې پېښه د عاشورا مراسمو کې د ټېل ماټېل رامنځته کېدو له کبله شوې ده.

کربلا کې روغتیاپالانو، مرستندویه کارکوونکو او امنیتي چارواکو رویټرز ته ویلي، په مراسمو کې د خلکو ګڼې ګوڼې له کبله د وژل شویو کسانو د شمېر ډېرېدو اندېښنه شته.

د انادولو خبري اژانس په رپوټ کې بیا د یوه امنیتي چارواکي له قوله چې نه غواړي نوم یې یاد شي ویل شوي چې پېښه د مراسمو لپاره د یوه چمتو شوي دهلیز غورځېدو له کبله شوې ده.

یوه عراقي خبریال سیف صلاح الهیتي هم په ټویټر پیغام کې د پېښې لامل د دهلیز غورځېدل بللي دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د عاشورا پر ورځ د نړۍ ډېرو هېوادونو کې ویرجن خلک د اسلام د پيغمبر (ص) د لمسي امام حسین او د هغه د خپلوانو او ملګرو د شهادت تلین په مناسبت ویر کوي.

د محرم پر لسمه له عراق، ایران او نورو هېوادونو ګڼ شیعه ګان د عاشورا مراسمو لپاره کربلا ته ځي. کربلا کې هر کال سلګونه زره کسان دې مراسمو کې ګډون کوي.