تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
داعش د ایران شیراز کې پر شاهچراغ زیارت د برید مسؤلیت منلی
د ايران دولتي اژانس ايرنا وايي د ايران د شيراز په شاهچراغ زيارت کې د يوه "ترهګريز بريد له امله ۱۵ تنه وژل شوي" او ګڼ نور ټپيان دي.
په ايران کې خبري سرچينو د ټپيانو شمېر ۴۰ تنه ښودلی دی او د قربانيانو د شمېر زياتېدو وېره ښودل شوې ده.
ايرنا اژانس ليکلي وسله وال په يوه موټر کې د شاهچراغ زيارت ته د نهمې دروازې لارې ننوتل او هلته يې پر زيارت کوونکو او خادمانو ډزې کړې.
د راپورنو له مخې امنيتي ځواکونو په دې تړاو دوه تنه نيولي او يو تن په تېښته بريالی شوی دی. ځينو رسنيو د نيول شويو کسانو شمېر يو او ځينو بيا دوه تنه ياد کړی دی.
د ايران ملي امنیت ته نژدې يوې رسنۍ نور نيوز ادعا کړې بريدګر ايراني وګړي نه دي.
د ايران دولتي تلويزيون کې د بريد پړه پر "تکفيري ډلو" اچولې، ايران کې دا اصطلاح د سني افراطيانو لپاره کارول کېږي.
تر برید څو ګړۍ وروسته "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې په یوه خبرپاڼه کې ددغه برید مسؤلیت ومانه. داعش ته نژدې (اعماق) وېبپاڼې دا څرګندونې په یوه خپره کړې اعلامیه کې کړې دي.
ایرنا راپور ورکړی چې په وژل شویو کسانو کې دوه ماشومان او یوه ښځه هم شامله ده او د هغو جسدونو عکس یې خپور کړی چې په انګړ کې ایښودل شوي دي. په يو شمېر نورو عکسونو کې ماتې شوې ښيښې او وينې ترسترګو کېږي.
تېر اپرېل مياشت د مشهد په شمال ختیځ کې د شیعه ګانو په یوه زیارت کې دوه عالمان هم د چاقو په برید کې وژل شوي وو.
څو مياشتې وړاندې د ايران د استخباراتو وزارت د داعش ډلې د لسو غړو د نيولو خبر ورکړی و چې په وينا يې دغو کسانو په ايران کې د بريدونو پلان درلود.