تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایران کې د داعش لومړني بریدونه
د ايران پلازمېنې تهران کې د پارلمان پر ودانۍ او د ايت الله خمينې پر قبر غبرګو بريدونو کې لږترلږه ۱۲ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي. وروستي راپوروه ښيي چې له دوو ساعتونو خال خال ډزو وروسته د پارلمان پر ودانۍ بريد پای ته رسېدلی دی. بل بريد کې بيا يو ځانمرګی د خمينې قبر سره وژل شوی دی. د ايران چارواکي وايي يو درېيم بريد يې شنډ کړی دی. د اسلامي دولت نومې ډلې ويلي دا بريدونه د دوی کار و.