ایران: 'امریکايي وسلې داعش او القاعدې ته رسېدلې'

ایران د سیمې د شپږو پارلمانونو د مشرانو کنفرانس کې پر امریکا تور لګولی چې ګني ټول منځنی ختیځ‌ یې د باروتو پر ډېپو اړولی او د سیمې تر اړتیا ډېرې وسلې یې هلته صادرې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په تهران کې د شپږو هېوادونو د پارلمانونو د مشرانو کنفرانس ته وویل: "امریکایانو دغه سیمه د باروتو پر ډېپو اړولې، زموږ سیمې ته یې دومره وسلې صادرې کړې دي چې تر اړتیا مو ډېرې دي، دا یو خطرناک سیاست دی چې امریکایان یې زموږ هېواد کې هڅه کوي."

ظریف وویل، اوس په سیمه کې د امریکا په وسلو چلېدونکي اسلامپالي سخت دریځي فعالیتونه کوي، چې ښکاره بېلګه یې سوریه کې د "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډله او به یمن کې القاعده شبکه ده.

په ورته وخت کې د ایران ولسمشر حسن روحاني پر ایران د امریکا بندیزونه یو ډول "اقتصادي ترهګري" وبلله.

روحاني دغه کنفرانس ته چې د افغانستان، ایران، چین، پاکستان، روسیې او ترکیې د پارلمانون مشران ورغلي وو، وویل بندیزونو په سیمه کې د ترهګرۍ، نشه یي توکو د قاچاق او ناقانونه کډوالۍ پروړاندې د ایران د مبارزې توان کمزوری کړی.

روحاني ټینګار وکړ چې: "پر ایران بندیز لګوونکو هېوادونو ته خبرداری ورکوم که په سیمه کې د ترهګرۍ، نشه یي توکو د قاچاق او ناقانونه کډوالۍ پروړاندې د ایران توان کمزوری شي، نو لوېديځ هېوادونه به هم له دغو پدیدو په امان کې نه وي."

هغه وویل،‌ په هره سیمه کې امریکا د ویجاړۍ لامل ده.

امریکا پر ایران پراخ بندیزونه لګولي دي.

دا بندیزونه تر ډېره په اقتصادي‌،‌ مالي،‌ صنعتي او د تېلو په برخو کې دي، چې د ایران د معمولې سکې رالوېدو لامل شوي.

ایران هر کال په اسیا کې د شپږو هېوادونو د پارلمانونو د مشرانو ناسته لري، چې په سیمه کې د ترهګرۍ پروړاندې پر مبارزې او همکارۍ خبرې کوي.

مخکېنۍ دا ناسته په تېره ډیسمبر کې د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې جوړه شوې وه.