تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټرمپ: 'له روحاني سره لیدو ته چمتو یم'
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي "که ایران وغواړي، دی به ورسره وګورئ. دی وايي، ددغو لیدو لپاره هرځای چې ایران وغواړي، له هېڅ شرط پرته چمتو دی.
ټرمپ سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته دا څرګندونې وروسته تر هغه وکړې، چې د ایران ولسمشر حسن روحاني او ټرمپ ترمنځ توندې څرګندونې د خبرونو سرټکي وې.
په تېره مې میاشت کې، د امریکا متحده ایالتونو پر ایران د اتومي فعالیتونو له کبله د نړیوالو بندیزونو لګولو ګواښ وکړ.
واشنګټن هڅه کوي چې پر تهران نوي بندیزونه ولګوي، خو ددغو بندیزونو له لګولو سره برتانیا، فرانسه، چین، روسیه او جرمني مخالفت لري، خو دغو هېوادونو د ۲۰۱۵ کال بندیزونو تړون لاسلیک کړی و.
د امریکا متحده ایالتونه په منځني ختیځ کې د ایران د پټو او ژورو لاسوهونو په اړه اندېښنه ښيي.
ټرمپ واشنګټن کې د ایټالیا له لومړي وزیر سره خبریالانو ته وویل، له ایران سره خبرې "د ایران لپاره ښې دي، زموږ لپاره هم ښې دي او د ټولې نړۍ لپاره ښې دي."
د ایران د ولسمشر سلاکار حمید ابوطالبي د ټرمپ ددې څرګندونو په غبرګون کې وویل: "د ایران حقونو ته درناوی، د دښمنۍ کمېدو او اتومي هوکړې ته ستنېدل هغه ګامونه دي چې خبرو اترو ته لار هواروي."
ټرمپ وړاندې هم له ایراني مشرانو سره د خبرو لپاره لېوالتیا ښودلې وه.
راځئ هوکړه وکړو
د تېرې جولای پر ۱۲مه یې بروکسل کې د ناټو سرمشریزې پرمهال د ایران او امریکا ترمنځ اختلاف ته په اشارې ویلي وو "پوهېږم دوی له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي او اقتصاد یې مخ پر ځوړ دی، خو زه تاسې ته وایم یوه ورځ به ما ته زنګ وهي او وبه وايي چې راځئ هوکړه وکړو."
په تېره یکشنبې ټرمپ پر ټویټر حسن روحاني ته په خطاب کې لیکلي وو: "د ایران ولسمشر روحاني ته: هېڅکله او هېڅ وخت امریکا مه ګواښه، امریکا یې نه شي زغملی."
د ایران ولسمشر ټرمپ ته په يوه ګواښ کې ویلي و چې "د زمري له لکۍ سره دې لوبې نه کوي".
ښاغلي روحاني له ایران سره سوله د "سولې مور" وبلله او له ایران سره جګړه یې د "جګړو مور" وبلله او ویې ویل چې هېواد یې نه غواړي وګواښل شي.