روبېرتو جېفرسن؛ برازیلي سیاستوال پر پولیسو د لاسي بمونو برید کړی

یو برازیلی سیاستوال 'روبېرتو جېفرسن' تر هغې وروسته نیول شوی چې پلازمېنه 'ریو دې جېنیرو' کې یې د کور مخ ته پر ورغلو پولیسو لاسي بمونه غورځولي.‌

پولیس د محکمې په امر د هغه نیولو لپاره ورغلي وو.

رپوټونه وايي‌ دې پېښه کې دوه افسران د لاسي بم په چرو ټپي شوي دي.‌

د سترې محکمې یوه قاضي مشرې قاضۍ کارمېن لوسیا ته سپکاوي لپاره د هغه د نیولو امر کړی و.‌

هغه وار له مخه د نوموړې د ګواښلو له کبله کورني بند کې و.

روبېرتو جېفېرسن د برازیل د توند لاري ښي اړخي ولسمشر خایر بولسونارو متحد او ملګری دی.

ښاغلي بولسونارو تر دې پېښې وروسته ویلي هغوی چې پر پولیسو ډزې کوي، باید ونیول شي.

روبېرتو جېفېرسن ۶۹ کلن او د "پي ټي ‌بي" ګوند پخوانی مشر دی.‌

هغه د ټوپک څو ډزې هم کړې چې د ورغلو پولیسو د یوه موټر د مخې ښیښه پرې ماته شوې ده.

د سترې محکمې قاضي الکساندرې دې مورایس د دې لپاره د هغه د نیولو امر کړی و چې ګوندې د کورني بند له شرایطو یې سر غړولی دی.‌

دا پېښه برازیل کې د ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکنو درشل کې شوې.

د برازیل د اوسني ښي اړخي ولسمشر 'خاویر بولسونارو' او پخواني کیڼ اړخي مشر 'لولا ده سیلوا' ترمنځ‌ دې ټاکنیزې سیالۍ برازیل کې سیاسي ناندرۍ پراخې کړې.‌

ښاغلی لولا دغو ټاکنو کې برلاسی ښکاري خو په لومړي پړاو کې پر دې ونه توانید چې تر ۵۰ سلنې ډېرې رایې وګټي.‌