مکرون: د برازیل ولسمشر زما د مېرمنې سپکاوی کړی

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وایي، د برازیل ولسمشر ژایر بولسونارو په یوه فېسبوکي پوسټ کې د ده مېرمنې برېګیټ مکرون ته سپکاوی کړی دی. د برازیل ولسمشر ژایر بولسونارو پر یوه داسې فېسبوک پوسټ کامنټ کړی و چې پکې د فرانسې پر لومړۍ مېرمنې ملنډې وهل شوې وې

د برازیل د ولسمشر یوه ملاتړي پر خپله فېسبوک پاڼه د برازیل او فرانسې د لومړیو مېرمنو عکسونه خپاره کړي وو، او د فرانسې لومړۍ مېرمنې پر کړو وړو یې ملنډې وهلې وې.

د دې پوسټ موخه دا ښودل وو چې ګواکې د برازیل لومړۍ مېرمن، ۳۷ میشل بولسونارو، د فرانسې د لومړۍ مېرمنې، ۶۶ کلنې بریګیټ مکرون نه ډېره ښایسته ده.

د برازیل ولسمشر ژایر پر دې پوسټ کامنټ کړی او د فرانسې ولسمشر ته په اشاره یې لیکلي دي:

"دا سړی نور مه شرموئ".

د ده همدې خبرې د فرانسوې ولسمشر ایمانویل مکرون په غوسه کړی دی.

ښاغلي مکرون جي ۷ هېوادونو سرمشریزه کې په دې اړه خپل غبرګون وښود او یوه خبري غونډه کې یې وویل:

"ده زما د مېرمنې په اړه له سپکې سپورې وویلې. زه د برازیل خلکو درناوی کوم او هیله کوم چې ژر به داسې یو ولسمشر پیدا کړي چې د دې دندې وړ وي".

د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو ترمنځ لفظي شخړه وروسته له هغه پیل شوه چې د برازیل په امازون ځنګلونو کې اور لګېدنې درانه زیانونه واړول.

د فرانسې ولسمشر دا اور لګېدنه یو نړیوال ناورین بللی او پر خپل برازیلي سیال یې نیوکه کړې ده چې د ځنګلونو د وهلو مخنیوي لپاره یې کوم جدي ګام نه دی پورته کړی.

خو د برازیل ولسمشر ژایر بولسونارو تور لګولی چې ولسمشر مکرون "استعماري ذهنیت" لرٍي.

د برازیل ولسمشر په دې تورن دی چې څو څو ځله یې د ښځو، تور پوسته کسانو او لږکیو په اړه له سپکاوي ډکې څرګندونې کړې دي.

نوموړي په ۲۰۱۴ کال کې د پارلمان په غونډه کې ویلي وو:

"زه نه غواړم چې پر تا جنسي تېری وکړم. ځکه ته یې وړ نه یې".

په ۲۰۱۷ کال کې نوموړي پر خپله لور ملنډې ووهلې او ویې ویل، لومړی یې څلور زامن وزېږېدل، خو په پنځم ځل کمزوری شو او لور یې پيدا شوه.