تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د برازیل پولیسو د کوکایینو د قاچاق امپراتور نیولی
د برازیل پولیس وايي، تر ۳۰ کلنې پلټنې وروسته توانېدلي چې د نشهيي توکو ستر قاچاقبر لوییز کارلوس ونیسي.
"لوییز کارلوس دا روچا" خپله څېره بدله کړې وه او په جعلي هویتپاڼه یې ژوند کاوه.
نوموړی چې په سپین سري (وایټ هیډ) مشهور دی، په جنوبي امریکا کې د کوکایینو د تولید د امپراتور په نامه یادېږي.
د برازیل فډرال پولیسو ويلي، د روچا نیولو سره سم یې د محکمې د ۵۰ کلن زندان حکم هغه ته سپارلی دی.
پولیس وايي، "لوییز کارلوس دا روچا" که څه هم څېره بدله کړې وه خو بیا یې هم د مجرمانو په څېر په ډار کې ژوند کاوه.
نوموړی د کوکایینو تر ټولو تاریخي کاروباري ګڼل شوی چې د څېرې تر بدلولو وروسته يې د "ویټور لوییز دا موراس" په نامه ژوند کاوه.
پولیسو د هغه پخواني عکسونه له نویو سره ځيرلي او هغه یې پېژندلی دی.
د "لوییز کارلوس دا روچا" ډلې په بولیویا، کولمبیا، او پیرو کې کوکایین تولیدول او بیا به یې په ځیرکتیا اروپا او امریکا ته لېږدول.
"لوییز کارلوس دا روچا" تورن دی چې په برازیل، سایوپایلو او رودوژانیزو کې یې ورانکارو ډلو ته کوکایین تولید کړي دي.
پولیس وايي، نوموړي په میاشتیني ډول ۵ ټنه کوکایین تولیدول.
پولیسو د "لوییز کارلوس دا روچا" پر نیولو سربېره د هغه د لس میلیونو ډالرو پانګه هم تر لاسه کړې چې په ډله کې یې مرمۍ ضد موټر، الوتکې، کروندې او نور شامل دي.
پولیس باوري دي چې لوییز کارلوس د ۱۰۰ میلیونو ډالرو په شاوخوا کې پانګه لري چې محکمه یې د پېژندلو او مصادره کولو لټه کوي.