تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
روسي ځواکونو په بریدونو کې د اوکرایین د برېښنا تاسیسات په نښه کړي
روسي ځواکونو یو ځل بیا په بریدونو کې د اوکرایین د برېښنا تاسیسات په نښه کړي چې له امله یې د کيېف او ځینو نورو ښارونو برېښنا پرې شوې.
څارنوالانو ویلی په پلازمېنه کې برید دوه کسان وژلي دي.
د رپوټونو له مخې، لویدیځ زیتومیر کې برېښنا او اوبه پرې شوي او په دنیپرو کې د برېښنا دوه تاسیسات سخت زیانمن شوي دي.
د اوکرایین ولسمشر تېره سه شنبه په یوه خپور شوي ټویټ کې لیکلي و چې تېرو اتو ورځو کې د اوکرایین د برېښنا تاسیسات ۳۰ سلنه ویجاړ شوي او روسي پوځ ورته لوی زیان ور اړولی دی.
روسیې وروستیو اوونیو کې له لومړۍ کرښې لېري د اوکرایین د برېښنا پر تاسیساتو بریدونه زیات کړي.
وروستي بریدونه ۲۴ ساعته وروسته له هغې کېږي چې روسیې پلازمېنه کېیف کې ځینې ځایونه په نښه او د ځانمرګو بې پیلوټه الوتکو په مټ یې بریدونه کړي.
ویل کېږي چې دغه بې پیلوټه ډرون الوتکې ایران کې جوړې شوې دي.
اوکرییني چارواکي وايي، دغه بریدونو پلازمېنه کې لږ تر لږه پنځه کسان او شمالي ښار سومي کې څلور تنه وژلي او د برېښنا تاسیسات یې هم زیانمن کړي چې له امله د سلګونه ښارونو برېښنا او اوبه پرې شوي.
امریکا وايي، واشنګټن او لوېدیځ ملګري یې پر دې اند دي چې روسیې ته د ایران چاودونکې یا (ځانمرګې) بې پیلوټه الوتکې استول د ملګرو ملتونو له بندیزونو ښکاره سرغړونه ده.
اوکرایین منلې ده چې روسیې د دوشنبې په ګهیځ (اکتوبر ۱۷مه) پلازمېنه کېیف کې ځینې ځایونه په نښه کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي له فرانسې او انګلستان سره په ګډه د ایران د بې پیلوټه الوتکو د استولو په اړه ارزونه کړې چې بالاخره د ایران دا کار د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له ۲۲۳۱ پرېکړه لیک سرغړونه ده.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یاد هوکړه لیک د ایران د اټومي فعالیتونو اړوند دی چې پربنسټ یې د ایران د پوځي توکو پر لېږد بندیز لګولی دی.
اوکرایین وايي، تېره اونۍ له دې ایران جوړو بې پیلوټه الوتکو په پراخه کچه ګټه اخیستل شوې ده.
اوکرایین دې بې پیلوټه الوتکو ته د چاودونکو (کامیکازې) نوم ورکړی. ویل کېږي روسیې دا الوتکې (ګران-۲) نومولې دي.
کامیکازې نوم په دویمه نړیواله جګړده کې د جاپاني جنګي الوتکو د پیلوټانو له نوم اخیستل شوی چې پکې ځانمرګو پیلوټانو بریدونه کول.
تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وډانټ پټېل ویلي: "زموږ دا باور چې دا بې پیلوټه الوتکې له ایران نه روسیې ته وړل شوې او مسکو په اوکرایین کې ګټه ترې اخیستې ده، له هغو وسلو ګڼل کېږي چې د ۲۲۳۱ پرېکړه لیک بندیز کې شاملې دي".
ایران روسیې ته د دغو بې پیلوټه الوتکو د ورکولو خبره دروغ بللې ده. خو ښاغلی پټېل وايي امریکا "په ښکاره افشا کړه چې روسیې له ایران نه بې پیلوټه الوتکې ترلاسه کړې دي، او دا د هغو سلګونه ایران جوړو بې پیلوټه الوتکو یوه برخه ده چې رویسې له ایران واردې کړې دي".
دی زیاتوي داسې "پراخ شواهد شته چې" روسیې له دې الوتکو اوکرایین کې ګټه اخیستې ده.
د اوکرایین حکومت وايي، د دوشنبې په ورځ دغو الوتکو د دوی په خاوره کې پر مهمو زېربناوو بریدونه وکړل چې د سلګونه هېوادوالو او کلیوالو سیمو برېښنا ورسره پرې شوه.